افغان بشري فعالان له خطرناک وضعیت سره مخامخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107886-افغان_بشري_فعالان_له_خطرناک_وضعیت_سره_مخامخ_دي
طالبانو د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې يې ويلي چې دوی هیچا سره کار نه لري او د عمومي بښنې اعلان ته ژمن دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2021 12:04 Asia/Kabul
  • افغان بشري فعالان له خطرناک وضعیت سره مخامخ دي

طالبانو د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې يې ويلي چې دوی هیچا سره کار نه لري او د عمومي بښنې اعلان ته ژمن دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په یوه تازه راپور کې، د افغانستان د بشري حقونو او ښځینه حقونو د فعالانو د وضعیت په اړه سخته اندیښنه ښودلې ده.

په دغه راپور کې راغلي، چې د یادو حقونو ګڼ فعالان/ فعالانې له دې کبله چې بشري او ښځینه حقونه طالبانو ته بهرنۍ پدیده او پروژه ښکاري، د خپلو تېرو فعالیتونو له کبله د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

سرچینې زیاته کړې، چې ډېری فعالان او فعالانې له خپلو کورونو بې ځایه شوي او پټ ژوند کوي.

دوی ته په سیمو کې یې ځينې هغه کورنۍ د پخوا په شان مراجعه کوي او غواړي، چې د کورنۍ د غړو د حق تلفۍ په اړه یې چې طالبان یې سبب شوي، غږ پورته کړي، خو فعالان خپله له وېرې پټ دي او د چا د غږ رسولو وسیله نه شي کیدای.

طالبانو د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې يې ويلي چې دوی هیچا سره کار نه لري او د عمومي بښنې اعلان ته ژمن دي.

له دې سره بيا هم، دا ډله په پرله پسې ډول تورنيږي، چې د مخکيني نظام يو شمېر منسوبین، سياسي او مدني فعالان، د بشري او ښځينه حقونو مدافعان په مرموز او هدفي ډول وژني.