د ایران او پاکستان تر مینځ د سوداګریزي کمیټې د غونډي پېلېدا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107936-د_ایران_او_پاکستان_تر_مینځ_د_سوداګریزي_کمیټې_د_غونډي_پېلېدا
د ایران او پاکستان تر مینځ د سوداګریزي کمیټې نهمه ناسته د ایران د صنعت، معدن او د تجارت وزیر او د سوداګریو په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار عبدالرازق داوود په حضور سره پیل شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2021 14:16 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان تر مینځ د سوداګریزي کمیټې د غونډي پېلېدا

د ایران او پاکستان تر مینځ د سوداګریزي کمیټې نهمه ناسته د ایران د صنعت، معدن او د تجارت وزیر او د سوداګریو په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار عبدالرازق داوود په حضور سره پیل شوه.

د ایران د صنعت، معدن او د تجارت وزیر سید رضا فاطمي امین په یاده غونډه کې وویل: په راتلونکو دریو میاشتو کې به په ایران کې د پاکستاني شرکتونو د فعالیت په مقابل کې پراته خنډونه لیري شي.

هغه زیاته کړه: موږ هیله من یو چی په پاکستان کې هم ایراني شرکتونو ته د فعالیت په وړاندې خنډونه لیري کړای شي.

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار عبدالرازق داوود د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي اړیکو په پراختیا باندې په ټینګار سره وویل: دواړه هیوادونه باید د سوداګریزو او اقتصادي چارو په ډګر کې د اړیکو د پراختیا تر څنګ په نورو زمینو کې هم همکاریو ته وده ورکړي.

هغه زیاته کړه په دې ناستي سره به د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي اړیکو په مخ کې د پرتو ستونزو د لیري کولو په موخه رسیدګي وشي.