د بایکاټونو لغوه کیدا د ویانا د خبرولپاره د ایران لومړیتوب
د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان له خپل ایټالیايي همرتبه لوییجی دی مایو سره په ټیلیفوني خبرو کښې په ویانا کښې راتلونکو مذاکراتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، ټول لوري دغه ګډ نظر ته رسیدلي دي چې امریکا د اوسني حالت مسئوله او اصلي ګرمه ده.
د ایران پرضد د امریکا د بایکاټونو د لیری کولو لپاره د مزاکراتو پیلیدا وخت نږدی کیدا سره په یووخت د اسلامي ایران چارواکو د دیپلوماتیکو سلاومشورو په دوام کې د خبرواترو دنتیجې ورکولو لپاره د ضروری شرطونو یادونه وکړه .
د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان له خپل ایټالیايي همرتبه لوییجی دی مایو سره په ټیلیفوني خبرو کښې په ویانا کښې راتلونکو مذاکراتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، ټول لوري دغه ګډ نظر ته رسیدلي دي چې امریکا د اوسني حالت مسئوله او اصلي ګرمه ده.
حسین امیر عبداللهیان د ایټالیا د بهرنیو چارو له وزیر لوئیجي ډي مایو سره د ټیلیفون پر مټ دغو خبرواترو کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې ځینو لورو د امریکاد زیاته غوښتنې په وړاندې په چپتیا سره په غیرذمه دارانه کړچار کښې، د روانو نه منل کیدونکو حالاتو په رامینځته کیدو کښې رول لرلی دی، زیاته کړه: د ایران نوی حکومت یو عمل پال او نتیجه اخیستونکی حکومت دی.
هغه وویل چې ایران خپل نظریات د مذاکرې له نورو لورو سره شریک کړي دي او یوې ښې موافقې ته رسیدو ته تیار دی خو دا کار خپلو ژمنو ته د مذاکراتي لورو بشپړې ستنیدنې ته ضرورت لري.
د ایران د خارجه وزیر مرستیال علی باقرکنی هم له دې مخکې فرانسې ، جرمنی ، انګلستان او اسپانیا ته په سفر او د دغو هیوادونو له چارواکو سره په سلاومشورو کې د ایران پرضد د امریکا د غیرقانونی بایکاټونو د اغیزمن لغوه کولو په ضرورت ټینګار کړی وو .
امریکایی چارواکو تراوسه د ایران د غوښتنو په اړه شفافې او نیغ په نیغه څرګندونې ندي کړي ، خو مدعي شوي دي چی د خبرو اترو او برجام ته د ستنیدا غوښتونکی دي . دا په داسې حال کی ده چی د بایډن حکومت تراوسه د هغو اقداماتو له ترسره کولو چی دغې موافقې ته د ورستنیدا لپاره ضروري بلل کیږي ، ډډه کړی او د ایران پرضد د سپینې ماڼۍ هماغو پخوانیو سیاستونو ته دوام ورکوي . د بیلګې په توګه د امریکا ولسمشر د ایران او ۴+۱ ډلې د خبرو اترو د پیلیدا په درشل کې کانګرس ته په یوه لیک کې د ایران په وړاندې ملی بیړنې وضعیت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ . د امریکا مالیې وزارت هم د ایران له ډرون صنعت سره د ارتباط په پلمه څلور کسان او دوه شرکتونه بایکاټ کړل .
د امریکا دا یو اړخیزه اقدامات په داسې حال کې دي چی روسیه او چین د برجام او همداراز د امنیت شورا د دو غړیو په توګه له هغو سره مخالف دي .
له برجام د امریکا په یواړخیزه او غیرقانونی وتلو اود بد لوظیوڅو کلنې تجروبې او په خپلو ژمنوپه عمل کولوکې د اروپایی هیوادونو بی عملۍ سبب شوی ده چی د ایران اسلامی جمهوریت دې ځل په هغو شرطونو ټینګار وکړي چی هم د راتلونکیو خبرواترو د نتیجه والی او هم د ایراند ګټو تضمینونکی دي . په همدې اساس امریکاد هغه هیواد په توګه چی له برجام وتلی باید د دغه غیرقانونی اقدام مسولیت ومنی او ایران پرضد د خپلو ټولو بایکاټونو د جبران لپاره په اغیزمنه توګه لغوه کړي . همداراز ضروری ده په هر ډول راتلونکی احتمالی موافقه کې تضمین شي چی په امریکا کې راتلونکې حکومت بیا د خپلو ژمنو خلاف ورزۍ ونکړی .