د ایران  او روسیې دملګرتیاؤ پیاړتیا او د مشورو زیاتیدا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108474-د_ایران_او_روسیې_دملګرتیاؤ_پیاړتیا_او_د_مشورو_زیاتیدا
دایران او روسیې اړیکې له څو اړخونو ډير اهمیّت لري . له یواړخیزپالنې سره مقابله ،له ترهه ګرۍ  سره مبارزه ، د دوا ړو هیوادونو د ګډو ګټو پشمول  دسیمه ایزو مسئلو دحل په زمینې کې  همپالنه  پکې شامله ده .  
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 17, 2021 12:35 Asia/Kabul
  • د ایران  او روسیې دملګرتیاؤ پیاړتیا او د مشورو زیاتیدا

دایران او روسیې اړیکې له څو اړخونو ډير اهمیّت لري . له یواړخیزپالنې سره مقابله ،له ترهه ګرۍ  سره مبارزه ، د دوا ړو هیوادونو د ګډو ګټو پشمول  دسیمه ایزو مسئلو دحل په زمینې کې  همپالنه  پکې شامله ده .  

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر ابراهیم ریئسي سره په ټيلیفوني خبرو اتروکې هغو مثبتو ګروهنوته په اشارې سره چې د دوو اړخیزو،سیمه یازو اونړیوالو ملګرتیاؤ د سوئې د لالوړتیا لپاره شته دي،ووئيل،بې شکه دملګرتیاؤ د پراختیا بهیر به لاګړندی شي . 

   ولادیمیر پوتین روښانه کړې ده ،  د دواړو هیوادونو د اوږدمهاله ملګرتیا دنوی سند په برابرولو کې د تهران د وړاندیزونو ملاتړ کوو او کلک هوډ لرو چې  زرترزره نهاظی او اجرائي شی .

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم ریئسي  هم په دغو خبرواترو کې   چې دسه شنبې په مازدیګر شوي ، د روسیې د ولسمشر دټيلیفونی تماس په قدرونې سره  له روسیې سره د اقتصادي او تجارتي  اړیکو پراختیا  دایران د اسلامی جمهوریت هوډ وبالۀ. هغه په دې خبرې سره چې  تهران او ماسکو په ډیرو نړیوالو موضوعګانو کې سره غږملتیا او ملتیا  لري ، ټينګار وکړ، د ایران د ملت په ضد درستو بندیزونو دلغوه کولو لپاره د نړیوالې ایټمی موافقې په خبرواترو کې په بشپړ ډول جدي یوو .

دایران او روسیې اړیکې له څو اړخونو ډير اهمیّت لري .له یواړخیزپالنې سره مقابله ،له ترهه ګرۍ  سره مبارزه ،د دوا ړو هیوادونو د ګډو ګټو پشمول  دسیمه ایزو مسئلو دحل په زمینې کې  همپالنه  پکې شامله ده. 

پر دوو اړخیزو زمینو سربیره د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې ، د اورآسیا او د شمال –جنوب دټرانزیټي لارې د پراختیا په څير د سیمه ایزو  ټولنو  په چوکاټ کې او همداراز  په همداوروستیو کې  دشانګهائي ملګرتیا موسیسې کې د ایران په دایمي غړیتوب سره په اوږد مهال کې په سټراټژيکو موخو سره  څو اړخیزو سیمه ایزو ملګرتیاؤ ډګر ته وارد شوی دی دی .  

د روسیې د ختیځ پيژندنې د موسیسې د مرکزي او قفقاز دمطالعاتو د مرکز یوه څيړاند پریتچین باؤري دی ،د ایران او روسیې سټراټژيک سند به په حقیقت کې په اوږدمهال کې د دواړو هیوادونو دسټراټژيکو ملګرتیاؤ دپراختیا او پیاوړتیا لپاره د لارې یوه نقشه وي .

 په دې زمینې کې یوه مهمه ځانګړنه ، په سیمې کې له امنیتی ګواښونو سره  په مقابلې کې د دواړو هیوادونو  د اغیزشیندونکی  رول دی .

 د اسلامی ایران ولسمشر په همدې باب دافغانستان بدلونونو ته په اشارې سره ، په افغانستان کې د داعش شتون د سیمې او دغه هیواد لپاره خطرناک وبالۀ. ډاکټر ریئسي روښانه کړې ،دایران اسلامی جمهوریت  په افغانستان کې د سیاسی ډلوټپلو ، او د رستو قومونو  په شتون سره د ټولشموله حکومت د رامینځةکولو غوښتونکی دی  او  ددغه شان حکومت جویدا ددغه هیواد امنیت تامینولی شي .

په سورئې  کې  د تهران او ماسکو پوځي او امنیتی ملګرتیاوې هم ډیرې ګټه ورې دي . ایران او روسیه  په ګډو هڅو سره توانیدلی په دغه هیواد کې  په دغه  هیواد کې د ترهه ګرو مرکزونه او پټنځایونه له مینځه یوسي  او دسورئې خپلواکي او مځکنۍ بشپړتیا وساتي .

 د ایران او روسیې داړیکو اهمیّت ته په کتنې کې بل مهم ټکی،په نړیوالو موضوعګانو کې د تهران ا وماسکو همپالنه او غږملتیا ده .جامعه نړیواله ایټمي موافقه یوهغه نړیواله موافقه ده چې روسیې ئې په رامینځةکیدا کې اغیزشیندونکی رول لوبولی او د څواړخیز پالنې  دیوې بریا په توګه ددغې موافقې پر ساتلو ځانګړی ټینګار کوي .له دې اړخه هم ،د بندیزونو دلغوه کیدا په ایجنډا سره د نومبر په ۲۹نیټه  د ویانا د خبرواترو د نوي پړاؤ د پیلیدا په درشل کې د ولادیمیر پوتین او ابراهیم ریئسي خبرې اترې،ډير اهمیّت لري .روسیه او چین،له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه د اامریکا وتل او د ایران په ضد دیواړخیزو بندیزونو  بیرته لګول ،د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف ورزي ګڼي او د ایران په ضد ددرستو بندیزونو دلغوه کیدا او په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې  ژمنو ته د امریکا له کوم شرط  پرته دبیرته ستنیدا غوښتونکي دي .ایران او روسیې ښودلې ده،چې د امریکا  له یواړخیز پالنې سره د مقابلې او امنیت په موضوع کې د امریکا د باؤؤ  په مقابل کې د شاتګ نیّت نه لري او د امریکا له کارړنونو سره سره ئې ،په تیره بیا په سیمې کې  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې ګډ لوړ ګامونه پورته کړي دي .

ددغو مولفو ټولګې ته په پام سره  د دواړو هیوادونو د اوږدمهاله ملګرتیا د نوي سند په برابرولو او د ملګرتیاؤ د پراختیا دبهیر پرچټګ کولو د ایران او روسیې د ولسمشرانو ټينګار ،د دواړو هیوادونو د سټراټژيکو اړیکو د پیاوړتیا لپاره  د تهران او ماسکو دګډې ارادې نښه  ګنل کیدلی شی .