د افغانستان دملت استقامت د امریکا د ماتې عامل شو
اسلامی ایران د افغانستان د ملت د مشکلاتو د حل لپاره هر ډول ملګرتیا چې دغه هیواد ته دثبات په ستنیدا کې رول ولرل شي ، هرکلی کوي . دایران او افغانستان اقتصادي او تجارتي ملګرتیا ددواړو هیوادونو د ملتونو په ګټه ده .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دافغانستان په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له العالم ټيلیویژنی چینل سره په خصوصي خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې ایران هماغه راز د افغانستان د ملت ملاتړ ته دوام ورکوي ،ټينګار وکړ، ایران په تیر وخت او اوس مهال د افغانستان د ملت بشبړ ملاتړ کوي او دوام ورکوي . ایران په افغانستان کې ددغه هیواد د درستو ډلوټپلو او پرګنو په شتون سره ټولشموله حکومت غوښتونکی دی .
هغه زیاته کړې ، امریکا په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان په نیواک سره دغه هیواد تباه کړ ، له افغانستانه د د امریکا بې شرمه وتل هم ددغه هیواد د بې ثباته کولو په موخې سره افغانستان ته د داعش ترهه ګرې ډلې په واردیدو سره همهاله شول . دافغانتسان د ولس استقامت او کلکه دریدا، په افغانستان کې د امریکائي عسکرو د بې شرمه ناکامۍ او له دغه هیواده د دوي د وتلو عامله وه .
حسن کاظمي قمي په دوام کې ووئيل، اسلامی ایران د افغانستان د ملت د مشکلاتو د حل لپاره هر ډول ملګرتیا چې دغه هیواد ته دثبات په ستنیدا کې رول ولرل شي ، هرکلی کوي . دایران او افغانستان اقتصادي او تجارتي ملګرتیا ددواړو هیوادونو د ملتونو په ګټه ده .