د افغانستان  دملت استقامت د امریکا د  ماتې عامل شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108498-د_افغانستان_دملت_استقامت_د_امریکا_د_ماتې_عامل_شو
اسلامی ایران  د افغانستان د ملت د مشکلاتو د حل لپاره هر ډول ملګرتیا چې  دغه هیواد ته دثبات په ستنیدا کې رول ولرل شي ، هرکلی کوي .  دایران او افغانستان  اقتصادي او تجارتي ملګرتیا ددواړو هیوادونو د ملتونو په ګټه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2021 09:10 Asia/Kabul
  • د افغانستان  دملت استقامت د امریکا د  ماتې عامل شو

اسلامی ایران  د افغانستان د ملت د مشکلاتو د حل لپاره هر ډول ملګرتیا چې  دغه هیواد ته دثبات په ستنیدا کې رول ولرل شي ، هرکلی کوي .  دایران او افغانستان  اقتصادي او تجارتي ملګرتیا ددواړو هیوادونو د ملتونو په ګټه ده .

زمونږخبریال راپور راکړ ،  دافغانستان په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي  له العالم ټيلیویژنی چینل سره په خصوصي خبرو کې  ددې خبرې په کولو سره چې  ایران هماغه راز  د افغانستان د ملت ملاتړ ته دوام ورکوي ،ټينګار وکړ،  ایران په  تیر وخت او اوس مهال  د افغانستان د ملت بشبړ ملاتړ کوي او دوام  ورکوي . ایران  په افغانستان کې ددغه هیواد د  درستو ډلوټپلو او پرګنو په شتون سره   ټولشموله حکومت غوښتونکی دی .

 هغه زیاته کړې ، امریکا  په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان په نیواک سره دغه هیواد تباه کړ ،  له افغانستانه د د امریکا بې شرمه وتل هم  ددغه هیواد د بې ثباته کولو په موخې سره افغانستان ته د داعش ترهه ګرې ډلې په واردیدو سره همهاله شول . دافغانتسان د ولس استقامت او کلکه دریدا، په افغانستان کې د امریکائي عسکرو د بې شرمه ناکامۍ او له دغه هیواده د دوي د وتلو عامله وه . 

حسن کاظمي قمي  په دوام کې ووئيل، اسلامی ایران  د افغانستان د ملت د مشکلاتو د حل لپاره هر ډول ملګرتیا چې  دغه هیواد ته دثبات په ستنیدا کې رول ولرل شي ، هرکلی کوي .  دایران او افغانستان  اقتصادي او تجارتي ملګرتیا ددواړو هیوادونو د ملتونو په ګټه ده .