په خبرواتروکې بریالیتوب د مقابل لوري جدي هوډکې دی
(last modified Thu, 18 Nov 2021 08:57:16 GMT )
Nov 18, 2021 13:27 Asia/Kabul
  • په خبرواتروکې بریالیتوب د مقابل لوري جدي هوډکې دی

د نومبر نهه ویشتمه نیټه  ویانا ښار  د ایران داسلامی جمهوریت په ضد د امریکا  ظالمانه بندیزونو دلغوه کولو لپاره د ایران او ۴+۱ډلې  ترمینځ دخبرواترو د اوم پړاؤ کوربه دی .

زمونږخبریال راپورراکړ ،د ایران  مرستیال خارجه زویر علی باقري کني نن پخپل یوه ټولنیز پیغام کې ولیکل په تهران کې له دیره بهرنیو سفیرانو سره په بیګانۍ کتنې کې ټینګار وشو، په ویانا کې د نړیوالې ایټمي موافقې   په راتلونکو خبرواترو کې بریالیتوب ،د بندیزونو دلغوه کولو لپاره د مقابل لوري  له جدي هوډ او ګام پورته کونې سره تړ لی  دی .

باقری کني دغه راز ووئيل اسلامی ایران په دغو خبرواترو کې  خپل دریځونه د تیر په شان په اوڅاره توګه بیانوي  او  همداراز له مقال لوري هم دا هیله لري چې پخپلو ژمنو دې عمل وکړي او نور وخت دې نه ضائع کوي .

د نومبر نهه ویشتمه نیټه  ویانا ښار  د ایران داسلامی جمهوریت په ضد د امریکا  ظالمانه بندیزونو دلغوه کولو لپاره د ایران او ۴+۱ډلې  ترمینځ دخبرواترو د اوم پړاؤ کوربه دی .

په عین حال کې د ایران د خارجه وزارت ویندوئ سعید خطیب زاده هم  پخپل وروستي خبري کنفرانس کې  په ویانا کې دکیدونکو خبرواترو په باب دفرانس پریس  آژانس  دخبریال دپوښتنې په ځواب کې  وئيلي ، په ویانا کې دخبراترو تمرکز ، دهغو ظالمانه بندیزونو ختمول دي چې  په غیر قانوني توګه  امریکا لګولي دي .

 

ټیګونه