ایران اوپاکستان علمي او تعلیمي ملګرتیا پراخوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108716-ایران_اوپاکستان_علمي_او_تعلیمي_ملګرتیا_پراخوي
د پنجاب صوبې د اسلامی پوهنکور د علمی پلاوی مشر اختر حسین د فارسی ژبې د دودولو ، تعلیمی او علمی برخو کې د دوه اړخیزه ملګرتیاو د پراختیا لپاره د ایران او پاکستان ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل د دوه مسلمانو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د محصلینو او استادانو د تبادلې د اړیکو په پیاوړتیا او د ایران او پاکستان ترمینځ د کمیو په لیری کولو کې مهم رول لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2021 10:14 Asia/Kabul
  •  ایران اوپاکستان علمي او تعلیمي ملګرتیا پراخوي

د پنجاب صوبې د اسلامی پوهنکور د علمی پلاوی مشر اختر حسین د فارسی ژبې د دودولو ، تعلیمی او علمی برخو کې د دوه اړخیزه ملګرتیاو د پراختیا لپاره د ایران او پاکستان ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل د دوه مسلمانو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د محصلینو او استادانو د تبادلې د اړیکو په پیاوړتیا او د ایران او پاکستان ترمینځ د کمیو په لیری کولو کې مهم رول لري .

د ایرنا له راپور سره سم په لاهور کې د اسلامي ایران د کلتوري کور مشر او د پنجاب صوبې د اسلامی پوهنکور د علمی پلاوی غړی د علمي ملګرتیاو د پراختیا جاج واخیسته .

د پنجاب صوبې د اسلامی پوهنکور د علمی پلاوی مشر اختر حسین د فارسی ژبې د دودولو ، تعلیمی او علمی برخو کې د دوه اړخیزه ملګرتیاو د پراختیا لپاره د ایران او پاکستان ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل د دوه مسلمانو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د محصلینو او استادانو د تبادلې د اړیکو په پیاوړتیا او د ایران او پاکستان ترمینځ د کمیو په لیری کولو کې مهم رول لري .

د ایران د کلتور خونې مشر جعفر روناس هم په لاهور ښار کې د لوړو زده کړو د یوه زاړه مرکز په توګه  له اسلامی پوهنکور څخه له کتنې د خوشحالۍ په څرګندولو سره وویل په لاهور کې د ایران کلتوری خونه د ایران له ژبې او کلتور سره د پاکستانی محصلینو د اغیزمنې او بهترې بلدتیا لپاره د کلتوری ، تخصصی او علمی سیمینارونو د ترسره کولو لپاره له دغه تعلیمی اورګان سره ګډو ملګرتیاو ته چمتو دې .