سردار شکارچي:
د ډیرو پرمختللو پوځي تجهیزاتو د جوړولو په تکل کښې یو
د ایران د وسله والو ځواکونو جګ پوړي ویاند وویل: د ډیرو پرمختللو او پياوړو وسلو او پوځي سازوسامان د جوړولو او تولید په لټه کښې یو
سردار جنرال ابوالفضل شکارچي زیاته کړه: ایران د دنیا له ټولو هیوادونو سره یولړ توپيرونه او ځیني ګډ ټکي لري. له دنیا سره زمونږ ګډ او مشترک اړخ دا دی چې مونږ د ټیکنالوجۍ د ترقۍ په تیره بیا په پوځي برخه کښې یې د پرمختګ او امکاناتو په لټه کښې یو او دا کار د هیواد، انقلاب، نظام او د خپلو خلکو د دفاع لپاره کوو.
سردار شکارچي څرګنده کړه: یوازنې څیز چې تکل یې نه کوو، ایټمي وسلې دي او د خپل هیواد او خلکو د ساتنې او دفاع لپاره په نورو ټولو شیانو پسې یو.
د ایران د وسله والو ځواکونو ویاندوي هم داشان وویل: مونږ د یمن انصار ا...، د لبنان حزب ا...، د عراق حشد الشعبي او د فلسطین حماس، د اسلام جنګیالي ګڼو. هر کس چې د نړیوال استکبار خلاف جنګیږي او د اسرائیل د نابودۍ په تکل کښې وي، مسلمان جنګیالی دی او زمونږ له نظره یې ملاتړ پکار دی او خامخا به بریالی کیږي.