په ایران کې دکرونامنحوس ویرس نور ۹۶کسان قرباني کړل
تردې دمه په ایران کې اوه پنځوس میلیون یو لک اتیا زره کسانو د واکسن لومړنی ډوز او پنځه څلویښت میلیون نهه سوه درې څلویښت زره درې سوه کسانو هم دوه ډوزه واکسن پچکاري کړي او دغه راز کابو یو میلیون کسانو هم دریم ډوز پچکاري کړی
زمونږ خبریال راپور راکړ، دایران دروغتیائي چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره ووئیل ، په ایران کې د کرونا منحوس ویروس له امله د نورو شپږ نوي کسانو په مړینې سره تر دې دمه په درست ایران کې دکرونائي قربانیانو شمیر یو لک نهه ویشت زره درې سوه شپږ اویا تنو ته زیات شو .
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، په تیرو شواروز کې همداراز د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس و په درست هیواد کې په کرونا نور څلور زره اته سوه پنځوس ککړ کسان وپيژندل شول چې له دوي سره تر دې دمه په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر هم شپږ ملیون اوه نوي زره ، شپږ سوه اویا تنو نه رسیدلی او په دوي کې په درملنې پسې تر دې دمه پنځه میلیون اته لکه دیرش زره شپږ سوه پنځوس ککړ کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
همداراز په دغې اعلامی کې راغلي دي ،تردې دمه په ایران کې اوه پنځوس میلیون یو لک اتیا زره کسانو د واکسن لومړنی ډوز او پنځه څلویښت میلیون نهه سوه درې څلویښت زره درې سوه کسانو هم دوه ډوزه واکسن پچکاري کړي او دغه راز کابو یو میلیون کسانو هم دریم ډوز پچکاري کړی ، چې په ټول کې پّ ایران کې تر دې دمه ټول کابو یو سل څلور میلیون څلورویشت زره دوه سوه دیرش ډوزه واکسن پچکاري شوي دي .