د برجام د ګډ کمیشن غونډه نن ترسره کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109158-د_برجام_د_ګډ_کمیشن_غونډه_نن_ترسره_کیږي
د ایران خلاف د بندیزونو د ختمولو او ایټمي موافقې ته د ټولو لورو د ستنیدو لپاره د مذاکراتو اووم پړاؤ د تیرې ګل په ورځ په ویانا کښې پیل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2021 09:01 Asia/Kabul
  • د برجام د ګډ کمیشن غونډه نن ترسره کیږي

د ایران خلاف د بندیزونو د ختمولو او ایټمي موافقې ته د ټولو لورو د ستنیدو لپاره د مذاکراتو اووم پړاؤ د تیرې ګل په ورځ په ویانا کښې پیل شوی دی.

ویانا کښې په سیاسي او د ماهرانو په سویه له څلورو ورځنیو مذاکراتو وروسته د ایران او ۴+۱ دله هیوادونو د خارجه وزیرانو سیاسي مرستیالان نن د خبرواترو د دې پړاؤ جمع بندي او د هغو د دوام څرنګوالی جاجوي.

د ایران خلاف د بندیزونو د ختمولو او ایټمي موافقې ته د ټولو لورو د ستنیدو لپاره د مذاکراتو اووم پړاؤ د تیرې ګل په ورځ په ویانا کښې پیل شوی دی.

د دغو خبرواترو په دوران کښې د ایران اسلامي جمهوریت په ایټمي اقداماتو او د برجام په نامه ایټمي موافقې د اغیزناکې اجرا لپاره په هغو بندیزونو پورې اړوند چې باید لغوه شي دوه سندونه مقابل لورو ته وړاندې کړي دي.