ایران د انساني موضوع په خاطر ددرست بهرنیانو واکسینشن پيل کړی
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر په دوام کې ټينګار کړی ، د کرونا له نوي څپې د خوندي پاتیکیدا یوازینۍ لاره ، د روغتیائي پروټوکولونو رعایتول، مخه نیولل او جدي څارنه ده .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي نن له کرونائي بحران سره دمقابلې دملی کمیټې په غونډې کې ووئیل،اسلامی ایران له هماغه پیله انساني مسئلو ته د پام په خاطر د درست وبهرنیو ښاریزو واکسینشن پیل کړی او په جدیّت سره به ورته دوام ورکړي .
د اسلامی ایران ولسمشر زیاته کړې ،ځيني اروپائي هیوادونه اوس ددغه کار په فکر کې شوي دي .
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر په دوام کې ټينګار کړی ، د کرونا له نوي څپې د خوندي پاتیکیدا یوازینۍ لاره ، د روغتیائي پروټوکولونو رعایتول، مخه نیولل او جدي څارنه ده .
هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې باید په هیواد کې د واکسن کمښت وجود ونه لري ، ووئیل ، د داخلی واکسن دتولید زیاتیدا او د وارداتی واکسنونو تامینیدا ته په پام سره ، لازم اټکلونه ترسره کیږي څو حتی د واکسنو د دریم ډوز په پچکاري کولو سره په دې زمینې کې په هیواد کې هیڅ کمښت موجود نه شي . د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر یو ځل بیا د شکمنو موردونو لپاره د قرنطینه په اعمالولو کې د جدیّت او د مځکنیو هوائي ، او سمندری سرحدونو څخه دتګ راتګ دکنټرولولو په اهمیّت ټينګار وکړ .