د ایران او ونزویلا اړیکې باید لا پراخې شي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر تیره شپه د ونزویلا له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د ایران او ونزویلا اړیکې سټراټیجکې وبللې
سید ابراهیم رئیسي د ایران او ونزویلا دواړو هیوادونو لوړ ظرفیت ته په اشارې سره وویل چې د ایران په نوي حکومت کښې د دوي خپل مینځي اړیکې پکار دي زیاتې شي.
ولسمشر رئیسي هم داشان زیاته کړه: د تهران او کاراکاس ترمینځ په خاصه توګه په سوداګري او اقتصادي چارو کښې د اړیکو پراختیا یو ضرورت دی.
هغه د ونزویلا د خلکو او حکومت په خپلواکي غوښتنې، عدالت غوښتنې، حق غوښتنې او له استکبار سره یې په مقابلې باندې په ټینګار سره وویل: کوم بندیزونه چې د سلطې نظام او امریکې د ونزویلا په خلکو او حکومت باندې لګولي دي، د هغو وجه د دوي خپلواکي او آزادي غوښتنه ده.
د ایران ولسمشر په ونزویلا کښې په کامیابه توګه د انتخاباتو د ترسره کیدو په مبارکۍ سره وویل: په انتخاباتو کښې دا کامیابي د ونزویلا د حکومت د اقتدار نښه ده.
هغه په اوپک سازما کښې د ایران او ونزویلا موقعیت ته په اشارې سره هم زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو په تیلي ملګرتیاؤ کښې د یوې نوې بڼې رامینځته کیدل ضروري دي.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د ونزویلا ولسمشر نیکلا مادورو هم په خپل هیواد کښې د انتخاباتو ترسره کیدو او په اوپک کښې د ددواړو هیوادونو شراکت ته په اشارې سره وویل: داسې کار پکار دی چې د تیلو بازار یو پایداره ثبات ته ورسیږي، د ایران او ونزویلا ترمینځ ډیر ګډ کارونه شته دي او پوره هیله لرم چې د ګډو کمیشنونو په مرستې سره یولړ نوي تړونونه لاسلیک کړی شو.