امریکا د افغانستان د ګډو وډو حالاتو مسوله ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109260-امریکا_د_افغانستان_د_ګډو_وډو_حالاتو_مسوله_ده
مهر خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیژیکې شورا مشر سید عباس عراقچي امریکا د افغانستان د اوسنیو ګډو وډو حالاتو مسوله وبلله . د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیژیکې شورا مشر سید عباس عراقچي د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال مټ کنوډسن (Motkenudsen) سره په کتنې کښې وویل په لویدیځې اسیا سیمه کښې د امریکا شتون د سیمې د خلکو لپاره ګډوډۍ او ناامنۍ ځان پسې لرلي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2021 09:23 Asia/Kabul
  • امریکا د افغانستان د ګډو وډو حالاتو مسوله ده

مهر خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیژیکې شورا مشر سید عباس عراقچي امریکا د افغانستان د اوسنیو ګډو وډو حالاتو مسوله وبلله . د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیژیکې شورا مشر سید عباس عراقچي د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال مټ کنوډسن (Motkenudsen) سره په کتنې کښې وویل په لویدیځې اسیا سیمه کښې د امریکا شتون د سیمې د خلکو لپاره ګډوډۍ او ناامنۍ ځان پسې لرلي ده .

هغه د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ د افغانستان د مسائیلو د حل لپاره د سیمه ییز کړچار تعقیبول ، په افغانستان کښې د ټول ګډونه حکومت جوړول ، په دغه هیواد کښې د امنیت تضمینول او دغه راز د ایران له اسلامي جمهوریت سره د سرحدي امنیت تامینیدل وباله .

د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مت کنودسن(Motkenudsen) هم د افغانستان په موضوع کښې د ایران د اغیز شیندونکي رول او د افغانستان د کډوالو او د پناه غواړو د منلو او د میلمستیا په قدرونې سره د افغانستان د حالاتو په هکله له ایران سره د ملګروملتونو د سلامشورې په ساتلو او دوام ټینګار وکړ .