د سوریې د بهرنیو چارو وزیر نن شپه ایران ته راځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109268-د_سوریې_د_بهرنیو_چارو_وزیر_نن_شپه_ایران_ته_راځي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د سوریې د باندنیو چارو وزیر فیصل مقداد نن شپه تهران ته راځي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 05, 2021 14:22 Asia/Kabul
  • د سوریې د بهرنیو چارو وزیر نن شپه ایران ته راځي

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د سوریې د باندنیو چارو وزیر فیصل مقداد نن شپه تهران ته راځي .

هغه نن وویل  د سوریې خارجه وزیر فیصل مقداد به سبا په تهران کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره د دوه اړخیزه دلچسپۍ وړ مسائیلو په هکله د نظر تبادله وکړي .

له دې مخکې د سوریې «الوطن» ورځپاڼې تهران ته د خارجه وزیر فیصل مقداد د سفر خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې د خارجه وزیر مرستیال بشار جعفري به هم له فیصل مقداد سره ملګرتیا وکړي .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له دې مخکې په دې خبرې سره چې د سوریې او د ایران اړیکې سټراټيژیکې دي وویل سوریه له سختو ورځو څخه وتلي ده او دایران اسلامي جمهوریت به د دواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړي کیدا کښې فعالانه عمل وکړي .