اسلامي ایران د ویانا په خبرو کښې جدي دی
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون په دې خبرې سره چې ایران د ویانا په خبرو کښې جدي دی وویل تهران هیله لري چې د ایران په منطقي وړاندیزونو باندې په دقت سره غور وشي .
حسین امیر عبداللهیان د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون له غړیو سره په کتنې کښې ټینګار وکړ په ویانا کښې د ایران د مرکچي پلاوي پریکنده هڅه دا ده چې په دغو مذاکراتو کښې د بندیزونو د ختمیدا په هکله د ایران د ملت هدف محقق شي .
هغه مخکې هم په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په ویانا کښې د ایران پلاوی منطقي ، قوي ، متینې او نتیجه ورکونکي خبرې اترې تعقیبوي وویل که چیرې لویدیځ هیوادونه ښه نیت وښيي نو ښې موافقې ته رسیدلی شو .
د ایران پرضد د امریکا د ظالمانه بایکاټونو د ختمیدا لپاره د خبرو اترو نوی پړاو د نوامبر د میاشتې له نهویشتمې (۲۹) نیټې څخه پیل شو او ایران په دغو خبرو کښې د اټومي مسائیلو او د ظالمانه بایکاټونو د لغو کیدا د دوو( ۲) موضوګانو په چوکاټ کښې ځپل وړاندیزونه مطرح کړل .