ایران او پاکستان د هند دپوځ د سترقوماندان په مړینې تسلیت ووایۀ
د پاکستان د پوځ دمځکني ، هوائي او سمندري ځواکونو قوماندانانو هم د هندد پوځ د لوي درستیز په مړینې هندي پوځ او حکومت ته تسلیّت وئيلی دی .
زمونږ خبریال راپور راکړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د هندوستان د پوځ دلوي درستیز په مړینې چې پرون سره دخپلې ماندنې او یوشمیر نورو هندي پوځیانو سره یو ځاي د هیلی کوپټر په نسکوریدا کې ئې خپل ژوند له لاسه ورکړی ،دهندوستان حکومت او ولس ته تسلیّت ووایه .
حسین امیر عبداللهیان خپل هندي همڅنګ سورامانیّم جایشنکر ته په پیغام کې د هند دپوځ د لوي درستیز جنرال بیپیّن راوت په مړینې تسلیت ووایه .
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان د پوځ دمځکني ، هوائي او سمندري ځواکونو قوماندانانو هم د هندد پوځ د لوي درستیز په مړینې هندي پوځ او حکومت ته تسلیّت وئيلی دی .
په راپور کې وئيل شوي دي ، د هندوستان د هوائي ځواک یو هیلی کوپټر چې ددغه هیواد دپوځ لوي درستیز جنرال بیپیّن راوت سره د یوشمیر نورو جنرالانو پکې سفر کاوه ، پرون مازدیګر دهند په جنوب کې په تامیل ناډو صوبې کې له غرۀ سره د ډغرې له امله نسکور شو چې دیارلس کسان پکې ووژل شول او پنځه نور هم سخت ټپیان شوي دي .