له ترهه ګرۍ سره جدی مبارزه د وخت ضرورت دی
د اسلامی ایران ولسمشر دسیمې په سویه خپلو وروستیو لیدوکاتو او مشورو ته په اشارې سره هم زیاته کړه ، دسیمې مشکلات باید د سیمې دهیوادونو دننه او دهیوادونو په فعال مشارکت سره حل شي او دپرَدیو لاسوهنې ته هیڅ ضرورت نشته .
زمونږخبریال راپور راکړ، د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي بیګا د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټيلیفوني تماس کې له ترهه ګرۍ سره پر مبارزې او په اقتصادی حوزې کې پر ګډې او جدی ملګرتیا ټينګار وکړ .
په راپور کې وئيل شوي ابراهیم ریئسي په دغو خبرو کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د دواړو هیوادونو ملګرتیا ته په اشارې سره ووئيل ، له ترهه ګرۍ سره د مبارزې اصلی لاره دهیوادونو حاکمیّت ته داحترام په سترګه کتل دي او له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د ایران ځلاننده مخینې ته په پام سره له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د درستو هیوادونو دملګرتیا هرکلی کوو .
هغه دایران اوترکیې ترمینځ په اقتصادي او تجارتي زمینو کې د تهران او انقرې داړیکو پر اهمیّت په ټينګار سره ووئيل ، ډیر زر او په تهران کې د ګډې غونډې په ترسره کیدا سره د ملګرتیاؤ پراختیا نوي مرحلې ته واریدیږي .
د اسلامی ایران ولسمشر دسیمې په سویه خپلو وروستیو لیدوکاتو او مشورو ته په اشارې سره هم زیاته کړه ، دسیمې مشکلات باید د سیمې دهیوادونو دننه او دهیوادونو په فعال مشارکت سره حل شي او دپرَدیو لاسوهنې ته هیڅ ضرورت نشته .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دغه ټيلیفوني تماس کې ددواړو هیوادونو په تیره بیا په اقتصادي او امنیتی زمینو کې ملګرتیاوې مهمې وبللې او وې وئيل ، دسیمې د هیوادونو ترمینځ د ګډو ملګرتیاؤ آئيډیا واکمنه شوې ده او وروستي سفرونه اومشورې ددې بریالیتوب ښودنه کوي . اردوغان د تهران او انقرې ترمینځ د ملګرتیا د ګډو غونډو په ترسره کیدا په ټينګار سره ووئيل و تهران ته پخپل راتلونکي سفر کې به دواړوه هیوادونه د پراختیا نوي مرحلې ته وارد شي .