د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې قدرتمن هیواد دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109498-د_ایران_اسلامي_جمهوریت_د_سیمې_قدرتمن_هیواد_دی
زمونږ خبریال وايي د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقي وویل ایران نن سبا په سیمه کښې تر ټولو قدرتمن هیواد دی او په نړۍ کښې داسې موقعیت لري چې هیڅ هیواد ځان ته د حملې جرات نه ورکوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2021 13:58 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې قدرتمن هیواد دی

زمونږ خبریال وايي د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقي وویل ایران نن سبا په سیمه کښې تر ټولو قدرتمن هیواد دی او په نړۍ کښې داسې موقعیت لري چې هیڅ هیواد ځان ته د حملې جرات نه ورکوي .

هغه د تهران د جمعې لمانځه په دوهمې (۲) خطبې کښې د خبرواترو د موضوع په هکله وویل  د ایران انقلابي او ولسي حکومت غواړي د دنیا له ټولو هیوادونو سره اړیکې ولري او له عزت سره یوځاې حکیمانه تعامل تعقیبوي .

د ایران د جمعې لمانځه خطیب کاظم صدیقي زیاته کړه په دغه نوي فضا کښې چې د ایران ا سلامي جمهوري نظام او دغه طیبه شجره چې جرړه لري او پیاوړی شوي ده  او د نړیوالو طوفانونو او چیلنجونو په مقابل کښې د مقاومت وس لري د هغو شرایطو په وجه ده  چې په ننۍ دنیا کښې زمونږ په ګټه سر ته رسیږي .

هغه وویل امریکا په بیلابیلو پړاونو په تیره بیا د ټرمپ په وخت کښې په دریو (۳)جبهو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام پرضد خپلې دسیسې اجرا کړې چې یوه (۱) یې د امریکا خزانې وزارت وه .

دوهمه (۲) دسیسه د امریکا خارجه وزارت وه چې د نړۍ بیلابیلوهیوادونو ته په پرله پسې مسافرتونو سره یې حکومتونه مجبورول چې له ایران سره تعامل ونکړي او د شرکتونو او د کسانو پرضد د بایکاټونو په لګولو سره یې له هغوې ظالمانه جرمانې واخیستلې او دریمه () دسیسه د جاسوسۍ اداره سي ايي ای وه چې دایران د اسلامي انقلاب له لومړیو څخه تر نن ورځې پورې د نړیوالو بایکاټونو په اقتصادي دباونو سره د ایران د  خلکو د ناراضي کولو هڅه کوي چې د قحطۍ او د ګډوډۍ په پلمه د ایران خلک د حکومت او د انقلاب پرضد بلوا وکړي .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقي وویل خو د اسلامي انقلاب ستر لارښود په حکیمانه تدبیر او د خلکو په بصیرت ، استقامت او پایدارۍ سره له حکومت سره د خلکو دغه نه شلیدونکی پیوند سبب چې امریکا په خپله اعتراف وکړي چې نتیجې ته ونه رسیدله او هیڅکله به هم خپلو هدفونو ته ونه رسیږي .