فلسطين د اسلامي نړۍ ترټولو مهمه ترجيح
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109540-فلسطين_د_اسلامي_نړۍ_ترټولو_مهمه_ترجيح
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر محمد باقر قاليباف د اسلامي ملګرتيا د تنظيم د غړيو هېوادونو ددد پارلېمانونو د اتحاديې په شپاړسم کانفرنس کښې چې په ترکيې کښې جوړ شو د فسطين مسئله داسلامي نړۍ ترټولو مهمه ترجيح وبلله.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 11, 2021 15:27 Asia/Kabul
  • فلسطين د اسلامي نړۍ ترټولو مهمه ترجيح

د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر محمد باقر قاليباف د اسلامي ملګرتيا د تنظيم د غړيو هېوادونو ددد پارلېمانونو د اتحاديې په شپاړسم کانفرنس کښې چې په ترکيې کښې جوړ شو د فسطين مسئله داسلامي نړۍ ترټولو مهمه ترجيح وبلله.

د دغه کانفرنس د ناستو دستور د فلسطين او افغانستان په موضوع متمرکز ؤ.  قاليباف د دې په بيانولو سره چې اسلامي هېوادونو په وروستنيو لسيزو کښې په مختلفو کلتوري، اجتماعي او سياسي اړخونو کښې د ترقۍ لپاره د ملي هلو ځلو په مرستې يو نوے حرکت شروع کړے دے وويل: دغه تدريجي بدلون به هغه وخت د اسلامي نړۍ لپاره زېرے ورکؤنکے راتلونکے رامنځته کړي چې ټول مسلمان ملتونه د اسلامي ارزښتونو په بنياد په وحدت او يووالي سراه د اسلامي نړۍ د مشکلاتو د هواري لپاره توانمنۍ سره شريکې کړي.

محمد باقري قاليباف په خپله وېنا کښې د فلسطين  حالت ته په اشارې سره زياته کړه، اوس له اويا کلونو زيات اوشول چې دنيا د فلسطين د خلقو د کرامت او بنيادي بشري حقوقو په خلاف ورزۍ کښې د صهيونېسټ رژيم د وحشيانه اقداماتو او سياستون کتونکې ده. خو پوښتنه دا ده چې اسلامي هېوادوو په دې لړ کښې څه موثره اقدام کړے دے؟ دا يوه داسې پوښتنه ده چې ځواب يې پکار دے د فلسطين د ملت په اوسني حالت او د يو ملت په خلاف  د اسرائيلو د ظلم او نيواکګرۍ په دوام کښې ووينوو.

د فلسطين له ملته ملاتړ دوه مهم اړخونه لري چې وړومبنے اړه يې له مقاومت څخه ملاتړ او د يو تاريخي ظلم د ختمولو لپاره د نيواکګرۍ په وړاندې ټينګ اودرېدنه ده.

خو د مسئلې دويم اړخ د اسلامي نړۍ د مسائلو د هواري لپاره د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د حقيقي پيوستون او يووالي د رامنځته کېدو ضرروت دے. په همدې ټکي باندې په تاکيد سره چې د ايران د اسلامي جمهوريت د مننې قوې مشر د مسلمانانو ترمېنځ ملګرتيا او مشارکت د اسلامي نړۍ ترټولو مهمه سټراټيجي موضوع وبلله او واضحه يې کړه چې دغه مهم ته پکار دے د اسلامي ملګرتيا د تنظيم د غړيو هېوادونو د بين المجالس اتحاديه خاصه پاملرنه وکړي.

د فلسطين پېښې او واقعات ښودنه کوي چې په خاموشۍ او بې عملي سره هغه ظلم چې د يو ملت په اړه ترسره کيږي نه شي ختمېدې. په دغه دردؤنکې ماجرا کښې د يو ملت ټاټوبے، حرکت، تشخص او هر څه يې مصادره او غصب شوي دي. اسرائيلي رژيم په دغه څرګند تيري کښې د ملګرو ملت د منشور د اصولو خلاف ورزي  کړې او له پينځو ميلينو زياتو فلسطينيانو د مهاجر کېدو  ذمه وار دے. اسرائيلي جنايتکار رژيم په  1948 کال کښې د خپل ناروا موجوديت د اعلانولو له خت نه د دوو مقصدونو د حاصلولو په تکل کښې دے.

وړومبے مقصد يې د غاصب او نيواکګر والي باوجود د روا والي حاصلول دي چې دا مقصد يې پوره نه شو، ځکه چې د فلسطين مقاومت د غاصب اسرائيلي رژيم رواوالے له خنډ او مشکل سره مخامخ کړے دے.

د اسرائيلو دويم مقصد د مسلمانانو د ړومبۍ قبلې په توګه په بيت المقدس باندې تسلط او د يو ملت د تاريخي تشخص ختمول دي. امريکه او صهيونېسټ رژيم د دغو چلندونو په دوام کښې په سياسي ډګر کښې کوشش کوي چې د سيمې له عربو رژيمونو سره د اسرائيلو د جنايتکاره رژيم د تعلقاتو په جوړولو سره د فلسطين مسئله د تل لپاره هېره کړې شي.

بې له شکه د ټولو فلسطينيانو د برخليک د ټاکلو حق او مکمل خپلواکه فلسطيني حکومت جوړول د نړيوالو حقوقو د منشور په چوکاټ کښې د فلسطين د ملت د حقوقو وړومبنۍ مهمه موضوع ده.

د ايران اسلامي جمهوريت په دې باوري دےچې په نړۍ کښې د عادلانه او پراخ بنسټه صلحې ټينګښت د ظلم او زوروينې د ختمېدو، د ملتونو د حقوقو او ديني او کلتوري ارزښتونو د احترام د ملتونو لخوا د خپل برخليک د ټاکلو په اصل باندې د پابندۍ له لارې بغېر نه شي حاصلېدې.

د  اسلامي ملګرتيا د تنظیم د غړيو هېوادونو د پارلېمانونو د اتحاديې په شپاړسم کانفرنس کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر وېنا او د فلسطين له ملت څخه د اسلامي هېوادونو د ملاتړ ضرورت په همدې موضوع تاکيد لري.

-------