جنرل سلامي:
د ايران د قوت توليد بشپړه هدفمن او سمارټ سېسټم لري
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان وويل؛ د ايران د قوت توليد له يوې ځواکمنې سټراټيجۍ څخه په الهام اخېستلو سره بشپړه همدفن او سمارټ سېسټم لري.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې جنرل حسېن سلامي نن د ايران په بندرعباس کښې د پاسدارانو سمندري ځواک ته د يو سل لسو تندرو کيشتيو او توغندي ويشتونکو د حواله کولو په دستورو کښې وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د امريکې او د هغې د انډيوالانو د ظالمانه بنديزونو باوجود خپل دفاعي قوت پراخوي.
هغۀ وويل: نيواکګرو اوو استعمارګرو د اسلامي هېوادونو د سرچينو د لوټلو او تباه کولو په هدف سره د اېشيا په لويديځه سيمه او د افريقې په شمال کښې پښه کېښوده او اسلامي ايران له دغو غمناکو واقعيتونو څخه په عبرت سره هره ورځ د خپل دفاعي قوت د زياتولو او او خپلواکۍ ساتلو کلکه اراده وکړه.
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان په دې باندې په تاکيد سره چې تر هغه وخته چې اسلامي هېوادونه خپلواکۍ، اقتدار او سائنسي او فني مقام ته ونه رسي خپلواکه به نه شي، وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د ظالمانه بنديزونو د شنډوالو په سټراټيجۍ سره د حقيقي خپلواکۍ لاره پلي کوي.