د بایکاټونو لغوه کیدا د ویانا له مزاکراتو د ایران تمه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109742-د_بایکاټونو_لغوه_کیدا_د_ویانا_له_مزاکراتو_د_ایران_تمه
هغه زیاته کړې ده هغه بندیزونه چې د ایران دملت په ضد اعمال او بیا لګول شوي دي ، له نړیوالو قوانینو ،مقرراتو ، اصولو او له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې سره په تضاد او توپیر کې دي او د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک هم خلاف دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2021 12:06 Asia/Kabul
  • د بایکاټونو لغوه کیدا د ویانا له مزاکراتو د ایران تمه

هغه زیاته کړې ده هغه بندیزونه چې د ایران دملت په ضد اعمال او بیا لګول شوي دي ، له نړیوالو قوانینو ،مقرراتو ، اصولو او له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې سره په تضاد او توپیر کې دي او د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک هم خلاف دي .

په ویاناکې د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ  د خبرو اترو له دوام سره په یووخت  د ایران د اسلامی جمهوریت د لوړ رتبه خبرو اتروکونکی یوځل بیا له برجام سره د توپیری ټولو بایکاټونو د لغوه کولو په ضرورت ټینګار وکړ .

د ایران مرستیال خارجه وزیر  علی باقری کني وویل په ویانا کې په روانو خبرواترو کې  اصلی لومړیتوب ، دهغو درستو ظالمانه اوغیر قانوني بندیزونو لغوه کول دي چې  د ایران  دملت په ضد په تیرو کلونو کې اعمال شوي دي .

 هغه زیاته کړې ده   هغه بندیزونه چې  د ایران  دملت په ضد  اعمال او بیا لګول شوي  دي ،  له نړیوالو قوانینو ،مقرراتو ، اصولو او  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې سره  په تضاد او توپیر کې دي  او د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک هم خلاف دي .

  د باقري کني په وینا،  پر ایران سربیره ، د ۴+۱دلې  نور هیوادونه  او حتی د امریکا نوی حکومت پر دې موضوع سره یو نظر لريي او مني چې  ددغه هیواد یعني د امریکا  مخکیني کرغیړن حکومت  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په وتلو کې غیر قانوني اقدام  کړی دی  او په همدې دلیل  دجوبایډن نوی حکومت  غواړي  له دغه تیروتني اقدامه وګرځي .

په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې دایمي استازي میخائیل اولیانوف په ویانا کې د ایران دمرکچي ټیم  د مشر او مرستیال خارجه وزیر علی باقری کني د پيغام په تصدیق کولو کې  ووئيل ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې درست لوري دې په نظر کې ولري چې ډيپلوماسي  دوه پلوه سړک  دی او ډيپلوماسۍ له یوه پلوه هیڅکله هم بریالۍ نشي کیدلی .ده ویلی دي د مزاکراتو بهیر چټک ندې خو د پرمختګ په حال کې دې .

په عین حال کې د برجام دریو اروپایی غړیو هیوادونو استازیو د ایران په چاروکې د امریکا له استازی سره له کتنې وروسته په یوه بیانیه کې په ایران د دباونو د زیاتولو په هدف  ادعا وکړه چی ایران د دغې موافقې د مادې د احیا په مزاکراتو کې د پرمختګ خنډ دې .

دا په داسې حال کې دی چی د لویدیځوالو له لوری داسې کړچار او رسندوی فضا جوړونه نه یوازې له خپلو اصولی دریځونو د ایران د شاتګ سبب نه کیږی بلکې د مزاکراتو په لاره کې د خنډ او موافقې ته دنه رسیداسبب کیږی .

حقیقت دا دې چی ایران د ایټمی موافقې د ساتلو لپاره له خپلې ونډې زیاته هڅه کړی ده او په مقابل کې امریکا د ایران پرضد زیات نه زیات بایکاټونه اعمال کړي دي او د برجام اروپایی لوریو هم له ژمنو سره سره د بایکاټونو د لغوه کولو او خپلو ژمنو د اجرا لپاره هیڅ اغیزمن اقدام ندې ترسره کړې  دې  ، پر دې اساس د بایکاټونو د لغوه کولو لپاره  په روانو مزاکراتو کې د لودیځو لورو هرډول وخت ضایع کول موافقې ته په رسیدا کې خنډ حسابیږی . ایرانی پلاوی د خبرو اترو په دغه پړاو کې په رغنده توګه او ضروری جدیت سره ایټمی ژمنو ته اړونده مسلې پرمخ وړي دي او چمتو دې  په رغنده توګه له نورو لورو سره تعامل وکړی ، په همدې اساس تمه دا ده چی مقابل لوری هم موافقې ته د رسیدا لپاره د بایکاټونو د ختمولو په لړ کې ضروری تعامل او جدیت وښی او همداراز له غیراړونده موضوګانو سره د برجام د اجرا د تړلو لپاره له هڅې ډډه وکړی .

په ملګرو ملتو کې د ایران سفیر اودایمی استازی مجید تخت روانچی هم دې ته په اشاری سره چی اوس باید امریکا او اروپایی اتحادیه په خپلو مسولیتونوعمل وکړی ، ویلی دی باید ایران ته تضمین ورکړل شی چی ټول بایکاټونه به لغوه شي ، امریکا به بیا له ایټمی موافقې نه ووځی او د برجام له لارو چارو او ایټمی موافقې په اړه  د ملګروملتو د امنیت شورا له ۲۲۳۱ پریکړه لیک ناوړه استفاده نه کوي .