د ویانا مذاکرات د ایراني لوري د مسودې په بنیاد ترسره کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109852-د_ویانا_مذاکرات_د_ایراني_لوري_د_مسودې_په_بنیاد_ترسره_کیږي
د ایټمي موافقې له نورو غړو څخه د ایران کمترینه تمه دا ده چې هغوي خپلې ژمنې پوره کړي او د موافقې د مفادو له مخې بندیزونه ختم کړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2021 08:14 Asia/Kabul
  • عباس زاده مشکینی
    عباس زاده مشکینی

د ایټمي موافقې له نورو غړو څخه د ایران کمترینه تمه دا ده چې هغوي خپلې ژمنې پوره کړي او د موافقې د مفادو له مخې بندیزونه ختم کړي

د ایران د اسلامی شورا د ملي امنیت د کمیشن ویاند وویل: د ویانا اوسنۍ خبرې اترې یو مخ په وړاندې ګام دی ځکه چې لویدیځ لوري د ایراني مرکچیانو د مذاکرې په مسودې باندې او د ایران له خوا په ټاکلي چوکاټ کښې خبرې اترې کوي.

محمود عباس زاده مشکیني له ۴+۱ ډلې سره د ایران د اسلامي جمهوریت د د مذاکراتو د بهیر په هکله وویل: ایټمي خبرې اترې څو کاله مخکښې پیل شوې او په نتیجه کښې یې مختلفو هیوادونو د برجام په نامه موافقه لاسلیک کړه.

هغه څرګنده کړه: په دې بنیاد ایران د ګډ اقدام په جامع پروګرام (برجام) کښې په ټاکل شویو ژمنو عمل وکړ خو لویدیځوالو پرې عمل ونه کړ او دا کار یې د موافقې خلاف ورزي ګڼل کیږي.

د ایران د اسلامی شورا د ملي امنیت د کمیشن ویاند هم داشان وویل: هم دا اوس د ایټمي موافقې له نورو غړو څخه کمترینه تمه دا ده چې هغوي خپلې ژمنې پوره کړي او د موافقې د مفادو له مخې بندیزونه ختم کړي.