فرانسه دې د مسلمانانو خلاف خپلو قوانینو باندې دوباره غور وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109884-فرانسه_دې_د_مسلمانانو_خلاف_خپلو_قوانینو_باندې_دوباره_غور_وکړي
د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیا او د بشري حقوقو د کمیټې منشي ټینګار وکړ چې فرانسه دې د مسلمانانو خلاف په خپلو قوانینو یوځل نظر واچوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2021 02:09 Asia/Kabul
  • فرانسه دې د مسلمانانو خلاف خپلو قوانینو باندې دوباره غور وکړي

د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیا او د بشري حقوقو د کمیټې منشي ټینګار وکړ چې فرانسه دې د مسلمانانو خلاف په خپلو قوانینو یوځل نظر واچوي

کاظم غریب آبادي د فرانسې د افراط پالنې او بیلتون غوښتنې خلاف قوانینو له مخې په دغه هیواد کښې د ۲۱ جوماتونو د بندولو او د شپږو نورو د بندولو د پروګرام په هکله د فرانسې د کورنیو چارو د وزیر د اعلان کړي خبر په غبرګون کښې په خپل ټویټر ولیکل: په لویدیځې کړنلارې کښې په ایران کښې ترهګر د بشري حقوقو مدافعان دي او په لویدیځو هیوادونو کښې دیني آزادي، د ترهګرۍ برابر ده.

هغه په دوام کښې لیکلي دي: د فرانسې له حکومته غواړو چې د مسلمانانو خلاف قوانینو باندې دوباره غور او کتنه وکړي.