ایران او پاکستان د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
د ایران خارجه وزیر په دغه کتنه کې وویل د ایران دولت له ګاونډیانو په تیره بیا پاکستان سره د اړیکوپراختیا ته هوډمن دې او د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره له هر نوښت هرکلې کوی .
د ایرنا له راپور سره سم د اسلامي ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن په اسلام اباد کې د اسلامی ملګرتیا سازمان د بیړنۍ غونډې په ترڅ کې دپاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره کتنه وکړه .
د ایران خارجه وزیر په دغه کتنه کې وویل د ایران دولت له ګاونډیانو په تیره بیا پاکستان سره د اړیکوپراختیا ته هوډمن دې او د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره له هر نوښت هرکلې کوی .
د پاکستان لومړی وزیر هم په دغه کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی پاکستان له اسلامی ایران سره د خپلو اړیکو لپاره زیات اهمیت ته قایل دی ، په افغانستان کې د سولې او ثبات د پرمختګ لپاره د ایران او پاکستان په مهم رول ټینګار وکړ .