په سیمه ایزې همپالنې کې د ایران رول
د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د پاکستان ،چین او افغانستان پشمول په سیمه ایزې همپالنې کې د ایران د رول نومې لړۍ له ننني څلورم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،دغه لړۍ په څو برخو مشتمله ده چې په سیمه ایزه توګه په مختلفو پروژو او موضوعګانو کې د ایران د رول په اوڅاره توګه بیانوي ،نو هیله ده تر وروستیو راسره ملتیا وکړئ .
دوستانو د سی پیک په نامې سره د چین او پاکستان اقتصادي کریډور او د ون بیلټ ون روډ نومې سترې پروژې د یوې برخې په توګه د ایران او چین تفاهم نامه،به په آسیا،افریقا او اروپا براعظمونو کې کابو شپږ پنځوس هیوادونه ولري . دغه پروژه به په زیات احتمال سره ،په یویشتمې پيړۍ کې د د سلطې د قدرت په سر د چین او امریکا ترمینځ د سیالۍ یوه برخه وي او ددغو دواړو هیوادونو سیالۍ فارس خلیج او د هند براعظمګي سیمو ته هم غزدیلی شي . یوه داسې سیمه چې د تیلو او ګیسو د انرژۍ تر ټولو مهمه حوزه پکې موجوده ده او د هرمز تنګي له لارې او د عرب سمندر او عمان سمندر څخه دتیریدا له لارې ، ځان د ختیځ او لویدیځ دمصرف بازار ته رسوي . په دغې ټولګې کې هڅه کوو،څو د چین او امریکاپر سیالۍ،د ایران، پاکستان، چین او افغانستان سیمه ایزې همپالنې اغیزې وارزوو .په مخکیني مطلب کې مو د سي پیک په نامې سره د چین او پاکستان د اقتصادي کریډور او د چین او ایران د پنځه ویشت کلنې تفاهم نامې او په سیمه ایزې همپالنې کې ئې پر رول وغږیدو ،نو په دغه څلورم مطلب کې هم په ایران کې د چابهار او په پاکستان کې د ګوادر سټراټژيکو بندرونو په باب غږیږو، تاسو ته بلنه درکوو ،له مونږ سره ووسئ او په دې اړه مو له خپلو ښو ښو وړاندیزونو او سپارښتنو هم خبر کړئ .
دوستانو ،په ایران کې چابهار بندر او په پاکستان کې ګوادر بندر دواړه سمندری بندرونه له یوه بل سره په نزدې واټن کې دي . هردواړه بندرونه هند سمندر ته لاره لري او دواړه بندرونه ،دمینځنۍ آسیا په وچې کې کلابند هیوادونو لاره ، آزاد سمندر ته رسولی شي . ددغو دواړو بندرونو په سر د سیالۍ په ډګر کې دوه مهم لوبغاړي شتون لري ؛ لومړۍ چینیان دي چې زیاتهر په ګوادر بندر کې او دوهم هندیان، چې په چابهار بندر کې ئې پانګونې کړي دي . ددغو دواړو هیوادونو سیالۍ په دې معنا ده چې دچین او هندوستان ترمینځ د مینځنۍ آسیا له هیوادونو سره داړیکو د پراختیا او د جنوبی آسیا لومړني اقتصادي قدرت ته د رسیدا لپاره سره نزدې سیالۍ کوي .
چابهار بندر،د ایران په ضد د عراق د بعثي رژيم د تپلي جنګ له تپل کیدا تر مخکې پورې یوه لیرې پراته او کم اهمیّته سیمه ګڼل کیدله او کومه خاص توجه ورته نه کیدله،خو کله د عراق پوځ خرمهشر ونیوۀ،ناڅاپي د ایران پوځي او سیاسی چارواکي هغو تنګڅو ته متوجه شول چې جنګ ئې په فارس خلیج او هرمزتنګي سیمې ته کاږۀ. په همدې دلیل چابهار، له هرمز تنګي د بهر یوه بندر په توګه چې نیغ په نیغه هندر سمندر ته لاره لري ، جیو پولیټيک او جیو اکانومیک اهمیّت پیدا کړ .
په دغې مرحلې کې د هندي شرکتونو پشمول د بهرنیو پانګوالو توجه د چابهار بې بدیله ځانګړنو ته واوښته. چابهار، له هرمز تنګي څخه بهر د ایران د یوازیني سمندری بندر په توګه چې د عمان سمندر په سټراټژيکې سیمې کې واقع دی ، د شمال –جنوب او لویدیځ – ختیځ دوو مهمو کریډورونو په جبرانونکي ځاي کې واقع دی . ددغه بندر له امکاناتو څخه دمینځنۍ آسیا هیوادونو ته د شیانو دصادراتو لپاره استفاده کیدلی شی . همداراز ددغو هیوادونو لپاره ، چې دسمندر آزادو اوبو ته د لاس رسي امکان نه لري ، د چابهار بندر له لارې د ایران د سړک اوریل پټلۍ د امکاناتو له لارې ، د هند رسمندر آزادو اوبو ته لاس رسي پيدا کوي . په ټول کې د چابهار سټراټژيک بندر ،د سیمې د هیوادونو د صادراتو او وارداتو په آسانتیاؤ کې یو مهم رول لوبوي . هماغه شان چې د قفقاغز ،روسیې او ختیځي اروپا حوزې سره د هند براعظم دګنډولو دشرائطو په آسانولو کې په یوه چورلیزې ځايګي کې واقع دی . په همدې دلیل ،همدغه ځانګړنې وې ،چې هندوستان، په ګوادر بندر کې له چین سره په سیالۍ کې په هغو سلامشورو سره چې د امریکا د وخت د کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ له حکومت سره ئې کړي دي ، چابهار بندر ئې د ټرمپ د نظر وړ بندیزونوڅخه ویست.
په ۲۰۱۸کال کې د روسیې په سن پټرزبرګ کې د ایران،روسیې او هندوستان ترمینځ ، یوه مهمه موافقه لاس لیک شوي چې د هندوستان ، د ایران اسلامی جمهوریت او روسیې ترمینځ د شمال –جنوب کریډور فعالوي ، چې چابهار پکې له ډیر زیات اهمیّته برخمن وو .یوه داسې لاره چې د اټکلونو په اساس او د د وخت او مساحت له نظره به له نورو دودیزو لارو سره په پرتله کې،ترڅلویښټ فی صدو پورې او کابو تر دیرشو فی صدوپورې لا آسانوي . پر هغه رول او ټرانزیټي امکاناتو سربیره چې چابهار ئې د ایران د ختیځ چورلیز په پراختیا کې درلودلی شي،د مکران ساحل سټراټژيک موقعیّت چې د چابهار په جغرافیائي حدودو کې ئې کابو درې سوه کلومیټره برخه راځي ، له پوځي نظره هم ډيره مهمه برخه ده . په چابهار کې د بندر په شاوخوا کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سمندري ځواک دیره کیدا په هماغه حال کې چې د ایران دسمندري ځوا ک دمانور قدرت ، له فارس خلیج حوزې څخه دهند سمندر نړیوالو او آزادو اوبو پورې مطرح کوي ، دغه امکان په اختیار کې ورکوي، چې د ایران سمندري ځواک د درستې سیمې په سویه د کشتۍ چلونې د امنیت د تامینولو لباره اغیز شیندونکی شتون ولري .دا موضوع ،د وریښمنو د نوي لارې د یوې برخې په توګه د سمندري لارې د امنیت له پلوه اهمیّت لري .
دوستانو په تیر وخت کې ګوادر سیمې هم د کب نیوکو څوواړه واړه کلی درلودل ،چې د پاکستان په مکران ساحل کې واقع دی . دغه واړوکی بندر تر دوو سوو کلونو پورې د عمان سلطان میشتو سره په اختیار کې ؤ .ګوادر بندر هاله اهمیّت پیدا کړ ،چې دهند او پاکستان ترمینځ په ۱۹۷۱کال جنګ کې د هندوستان پوځ او سمندري ځواک په وسیله د کراچۍ سټراټژيک او مهم بندر کلابند کړ او د هندي سمندری ځواک په لاس د کراچۍ د سټراټژيک بندر د نیول کیدا خطره موجوده وه .د پاکستان پوځ دکراچۍ بندر ددغه سټراټژيکې کمزورتیا په درک کولو سره، په لیرې پراتو سیمو کې دسمندري ځواک د دیره کولو په فکر کې شول.ګوادر بندر د کراچۍ په اته سوه کلومیټرۍ کې د هندوستان د سمندري ځواک له لاس رسي لیرې ترټولو مناسب ځاي په توګه ورته توجه وګرځيده .ګوادر بندر د چین په سترې پانګونې سره دیوه ستر بندر په توګه دپراختیا په لاره کې واقع شو او تردې دمه د ګوادر بندر د پروژې څو پلانونه عملیاتی شوي او د پرمختګ په حال کې دي .
د آسیا سیمې د مطالعاتو دحوزې یو ایرانی څیړاند حسام الدین حجت زاده باؤري دی ،ددغه اقتصادي او تجارتي موقعیّت ترڅنګ چې په راتلونکو کلونو کې د ګوادر کب نیونې وړوکی بندر به په یوه میګا پورټ بدل شي .ظاهرا د پاکستان او چین سمندری ځواک په ګوادر کې د یوه ګډ سمندري مرکز په جوړولو بوخت دی . یو داسې مرکز چې دپاکستان سمندری ځواک د کراچۍ بندر په تنګڅې کې له راتلو او دهندوستان د سمندري ځواک په مقابل کې له تاوان موندنې څخه وژغوري . او د چین لپاره دا امتیاز لري چې له هرمز تنګي سره په هندسمندر کې په ترټولو نزدې ځاي کې به چې د خپلو سونګو یوه مهمه برخه له دې لارې تامینوي ، دیره شي او پر هند سمندر به څارنه پیاوړي کړي .
د چابهار او ګوادر بندرونو سټراټژيک موقعیّت داهمیت درک کولو او په سیمه ایزې همپالنې کې د دوي سیالي کونکي نه ،بلکې بشپړونکي رول ته په پام سره ده چې نورو هیوادونو هم په ګوادر او چابهار بندونو کې په پانګونې کې د ګډون لپاره چمتووالی اعلان کړی دی . عمان ،قطر او سعودي عربستان دسیمې هغه عرب هیوادونه دي چې د پاکستان له حکومت سره ئې د چاڼځای دجوړولو او د پيټروکیمیکل حوزې په حوزې کې یو شمیر تړونونه لاسلیک کړي دي .چین اور وسیه هم په چابهار بندر کې یو شمیرمهمې پروژې لري . پر دې اساس ویئل کیدلی شي ،د چابهار اوګوار بندرونو په باب دغه شان اخستون وشي ، چې په نهایت کې د مکران ساحل دوه مهم بندرونه ،یعني چابهار او ګوادر ، پخپلو کې سره همکار او شریک شي او د بې مورده سیالیو د رامینځةکیدا مخنیوی وکړي او د سیمې د هیوادونو لپاره په تیره بیا ، د وریښمو د نوي لارې د مځکنۍ او سمندري لارې د احیاء په چوکاټ کې د د سیمه ایزې همپالنې زمینې برابرې کړي . له دې پلوه هم دایران چارواکو په کرتو د دسیمې د پراختیا لپاره د ګوادر او چابهار بندرونو پر بشپړونکي رول ټينګار کړی دی .
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو دسیمه ایزې همپالنې کې د دایران د رول نومې لړۍ دنننی مطلب وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې له تاسو اجازت وغواړو ،باید ووایو چې دتهران ریډیو د انټرنیټي سایټ ایډریس PARSTODAY.COM/PS هم درسره نوټ کړئ او له خپلو نورو ملګروسره ئې هم شریک کړئ ، تاسو زمونږ په دغه انټرنیټي پاڼې تازه او وروستي سیمه ایز او نړیوال خبرونه ،تبصرې ، راپورونه ، مرکې ، او دغه راز سپورټي اقتصادي،روغتیائي او ټولنیز خبرونه او مطلبونه هم آوریدلی او لیدلی شئ، همداراز ستاسو په ښو ښو لیکنو ،پیغامونو،شعرونو او غږیزو پیغامونو او لیکونو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم آوریدلی او کتلی شئ ، نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ، سرلوړي اوسوکاله ژوند ولرئ .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************