د ایران پوځي بریاوې مخه نیونکی قدرت او توان بشپړوي
د پوځ د هوافضا دفاعي ځواک کې په تیره بیا ددغه ځواک په تعلیمي او پوهنتوني مرکزونو کې څيړنې ، د مخه نیونکو علومو په حوزې کې د وسلو او تجهیزاتي اړتیاؤ په لړ کې ډيرې ښې دي او په دې زمینې کې مخ په وړانډې ګامونه هم پورته شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دا یران د اسلامی جمهوریت دپوځ دهوافضا دفاعي ځواک قومانان سردار تورن جنرال علی رضا صباحي فرد پرون ناوخته دخاتم الانبیاء هوافضا دفاعي پوهنتون د برلاسه قوماندانانو استاذانو او محصیلینو په ټول کې ووئیل، د پوځ دهوافضا دفاع پوهنتون باید په نوو څیړنو او ایجاداتو سره په وسلوالو ځواکونو کې له ماډرن وتجهیزاتي، وسلوال پرمختګ ، او د اختراعاتو له ثبتونې سره مرسته وکړي .
سردار صباحي فرد زیاته کړې ، د تیر وخت په نسبت دڅیړنیزو فعالیتونو د پراختیا په زمینې کې په مختلفو زمینو کې ډير اوڅاره او برلاسي او توپیرونه ترلاسه شوي دي.
هغه د څيړنې د مقام په باب د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ا ندیښنې او دعملی غورځنګ په زمینې کې پر انقلابی حرکت د دوي ټینګار ته په اشارې سره ووئيل ، د پوځ د هوافضا دفاعي ځواک کې په تیره بیا ددغه ځواک په تعلیمي او پوهنتوني مرکزونو کې څيړنې ، د مخه نیونکو علومو په حوزې کې د وسلو او تجهیزاتي اړتیاؤ په لړ کې ډيرې ښې دي او په دې زمینې کې مخ په وړانډې ګامونه هم پورته شوي دي .