د ایران د ایټمي تاسیساتو ګواښ ته غاښ ماتوونکې ځواب وایو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109966-د_ایران_د_ایټمي_تاسیساتو_ګواښ_ته_غاښ_ماتوونکې_ځواب_وایو
د ایران د وسله والو ځواکونو د مرکزي قرارګاه «خاتم الانبیا» (ص) قومندان خبرداری ورکړ چي د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي او فوځي تاسیساتو په ضد هر ډول ګواښ به د وسله والو ځواکونو له پرېکنده ځواب سره مخامخ شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2021 12:48 Asia/Kabul
  • د ایران د ایټمي تاسیساتو ګواښ ته غاښ ماتوونکې ځواب وایو

د ایران د وسله والو ځواکونو د مرکزي قرارګاه «خاتم الانبیا» (ص) قومندان خبرداری ورکړ چي د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي او فوځي تاسیساتو په ضد هر ډول ګواښ به د وسله والو ځواکونو له پرېکنده ځواب سره مخامخ شي.

د خاتم الانبیا (ص) د مرکزی قرارګاه قومندان جنرال «غلامعلی رشید» وویل چي د ایران د فوځي او ایټمي تاسیساتو هر ډول ګواښ د وسله والو ځواکونو له پرېکنده غبرګون سره مخامخیږي.

هغه زیاتوي چي د صهیونیستي رژیم له لوري د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي تاسیساتو ګواښل د امریکې له ملاتړ او شین څراغ پرته ممکن نه دی.

جنرال رشید په ویانا کې له نړیوالو سره د ایران فعاله ډیپلماسۍ ته په اشارې سره زیاته کړه: که داسي ګواښونه عملي بڼه خپله کړي، د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه بې له شکه به د دښمن په کارول شوي اډې، مسیر او فضا ځپونکي بریدونه تر سره کړي.

وروستیو ورځو کې د صهیونیستي رژیم رسنیو د دې رژیم د جنګ وزیر په حواله لیکلي چي د اسرائیل فوځ په ایران باندې د برید لپاره د چمتوالی فرمان تر لاسه کړې.