د ایران د اسلامي جمهوریت په جنوبی سمندري حدودو کې فوځي مانورې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109968-د_ایران_د_اسلامي_جمهوریت_په_جنوبی_سمندري_حدودو_کې_فوځي_مانورې
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو د عملیاتو مرستیال په فارس خلیج، هرمز تنګی او د هرمزګان، بوشهر او خوزستان په ولایتونو کې د (پیامبر اعظم ص) تر عنوان لاندې د ګډې فوځي مانورې د پیلېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2021 12:50 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي جمهوریت په جنوبی سمندري حدودو کې فوځي مانورې

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو د عملیاتو مرستیال په فارس خلیج، هرمز تنګی او د هرمزګان، بوشهر او خوزستان په ولایتونو کې د (پیامبر اعظم ص) تر عنوان لاندې د ګډې فوځي مانورې د پیلېدو خبر ورکړ.

د سپاه د ځواکونو عملیاتي مرستیال او د (پیامبر اعظم ص) د مانورې ویاند جنرال عباس نیلفروشان وویل: یاده مانوره نن د پنځو وروځو لپاره د فارس خلیج او  هرمز تنګی حدودو او د هرمزګان، بوشهر او خوزستان په ولایتونو کې د سپاه د هوافضا او د مستضعفینو د ولسي ځواکونو په ګډون تر سره کیږي.

هغه زیاته کړه چي دغه مانوره د (یافاطمه الزهرا س) په کوډ او د اقتدار، امنیت او وحدت په شعار سره پیل شوې چي په کښې له ترکیبي یرغل سره د مقابلې لپاره له پرمختللي وسلو او تجهیزاتو څخه کار اخیستل کیږي.