د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند
د ایران او د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ اړیکې تخنیکي دي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلې تر هغه چي د ایران او د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ اړیکې سیاسي لوري ته ولاړ نه شي، ډاډمنې او تخنیکي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر «سعید خطیب زاده» په یوه خبری ناسته کې د کرج په ایټمي تاسیساتو کې د دوربینونو د لګېدو په هکله «ایران پرس» ته وویل: د ایټمي انرجیونړیوالي ایجنسۍ ته مو یادونه کړې ده چي د کرج په ایټمي تاسیساتو کې د مخکني ړنګونو قضایي او امنیتي تعقیبونه وکړي.
هغه زیاته کړه: د ړنګونو کچې باید مشخص شي او ګرم لوري په ډاګه شي، یوازې تر یاد شرایط او امنیتي پلټنو وروسته به د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ دوربینونه له سره نصب شي.
خطیب زاده وویل چي یاده موافقه تهران ته د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ د مشر په سفر کې تر سره شوې وه.