اروپایان د امریکې له خوا د برجام د خلاف ورزۍ نندارچیان وو
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر حقوقي مرستیال وویل: امریکا د ایټمي موافقې د خرابیدو لامل ده او اروپا د هغې په خلاف ورزۍ کښې د امریکې د کړچار تشه ننداره کوله
پرون د ایران د ولسمشر له حقوقي مرستیال محمد دهقان سره په تهران کښې د جرمني د سفیر په کتنه کښې، د دوه اړخیزو ملګرتیا او د ایټمي مذاکراتو د راتلونکي په هکله د نظر تبادله وشوه.
محمد دهقان په دغې کتنې کښې په تیرو ۱۵۰ کالو کښې د ایران او جرمني ښو اړیکو او د دواړو ولسونو کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره وویل: مونږ خوښوو چې جرمني د یو پياوړي اروپايي هیواد په توګه خپله خپلواکي وساتي او د امریکې د یواړخیز پالنې تر تاثیر لاندې را نه شي او په نړیوال ډګر کښې یو اغیزناک لوبغاړی ووسي.
ښاغلي دهقان په دې خبرې سره چې ایران تل د خبرواترو هرکلی کړی او هیڅکله د مذاکراتو له میزه نه دی پاڅیدلی، زیاته کړه: هیله لرو چې د جرمني د نوي حکومت په ټینګیدو او د اروپایانو په لازیات ګډون سره یوې متعادلې موافقې ته ورسیږو.
هغه هم داشان وویل: اروپا د صهیونیسټي رژيم د ایټمي وسلو په هکله هیڅ حساسیت نه لري چې د سیمې امنیت یې په خطر کښې اچولی دی.
په دغه کتنه کښې په تهران کښې د جرمني سفیر هم په خپل هیواد کښې د نوي حکومت جوړیدو ته په اشارې سره وویل چې جرمني د یو غیرایټمي هیواد په توګه د څواړخیزې موافقې د اسانولو او د هیوادونو ترمینځ اړیکو کښې د ثبات راوستلو په لړ کښې کوشش کوي.