د ایران د پارلمان د ملي امنیت او د بهرني سیاست کمیسیون:
د اسرائیل استراتیجیکي تېروتنه د هغه د نابودی سبب ګرځي
د ایران د اسلامي جمهوریت په پارلمان کې د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون ویاند تاکید وکړ چي اسلامي نړۍ له زیاته مودې راهیسې د صهیونیستي رژیم د استراتیجیکي تېروتنې په تمه کې ده تر څو دغه رژیم له مینځه یوړ شي.
د اسلامي شورا د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون ویاند محمود عباس زاده مشکیني د ایران د استراتیجیکو مراکزو او ایټمي تاسیساتو په ضد د اسرائیل ګواښونو ته په اشارې سره، وویل: ایران په دفاعي او فوخي ډګرونو کې مخنیوونکی ځواک ته رسېدلې ده چي د امله یې سیال هیوادونه د ایران په اسټراتیجیکو تاسیساتو برید نه شي کولای.
عباس زاده مشکینې د اسرائیلي چارواکو له لوري د ایران په ضد فوځي ګواښ یوازې رسندویي لافي دي، زیاته کړه: امریکا د داسي ګواښونو تر شا قرار لري ځکه چي دایټمي مذاکراتو په ډګر کې لاسونه تړل شوي او هڅه کوي چي په پروپاګن سره خپلو موخو ته ورسیږي.
هغه د دې په بیانولو چي د ایران د اسټراتیجکو تاسیساتو ځای خوندي دي، وویل: د ایراني پوهانو ژور دفاعي مفکورې د دې سبب شوي د ایران مخنیوونکی ځواک زیات شي.
عباس مشکیني زاده د دې په ویلو چي اوس ایران د لوبی قوانین ټاکي، زیاته کړه: د برجام په چوکاټ کې اوس ایران له پیاوړي سانټرفیوژونو کار اخلي او د ایټمي مذاکراتو په دګر کې خپله خبره په مخه وړي او په سیمه ایزي او فوځي ډګرونو کې بر لاسه دی.