په ټول ایران کښې د یلدا شپه ونمانځله شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110028-په_ټول_ایران_کښې_د_یلدا_شپه_ونمانځله_شوه
بیګا د ژمي وړومبنۍ او د کال ترټولو اوږده شپه وه چې د یلدا په نوم یادیږي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2021 02:35 Asia/Kabul
  • د یلدا شپه
    د یلدا شپه

بیګا د ژمي وړومبنۍ او د کال ترټولو اوږده شپه وه چې د یلدا په نوم یادیږي

د یلدا د شپې دستورې د ایرانیانو یو ډیر لرغونې رسم او دود دی چې له پخوا راهیسې د خلکو ترمینځ د اتحاد، یووالي او تعامل یوه نښه پاتې شوې ده

د ایرانیانو ملي او لرغونو دستورو د انساني تمدن د تاریخ په برابرولو او بشپړولو کښې تل یو بې بدیله رول لوبولی دی.

ایراني کورنۍ هر کال د مني یا خزان په وروستۍ ورځ، د یلدا د شپې دستورې ترسره کوي.

د ټول ایران خلک د یلدا په شپه د کورنۍ د مشرانو کورونو ته په ورتګ سره، دغه شپه لمانځي.

د شاهنامې د شعرونو لوستل، د حافظ فال او د خوږو یادونو او خاطراتو بیانول د یلدا په شپه د ایران د خلکو د آدابو او رسمونو یوه برخه ده.

هندوانه، انار او اوچه میوه د یلدا د شپې د دسترخوان ځانګړي شیان دي.