ایران او اذربایجان جمهوریت د ګاونډیتوب په مثبته لاره کې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110058-ایران_او_اذربایجان_جمهوریت_د_ګاونډیتوب_په_مثبته_لاره_کې
د ایران اصولی دریځ د ګاونډیو هیوادونو له مځکنی بشپړتیا ملاتړ او درسمي جغرافیایی پولو له بدلیدا سره مخالفت دې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2021 13:19 Asia/Kabul
  • ایران او اذربایجان جمهوریت د ګاونډیتوب په مثبته لاره کې

د ایران اصولی دریځ د ګاونډیو هیوادونو له مځکنی بشپړتیا ملاتړ او درسمي جغرافیایی پولو له بدلیدا سره مخالفت دې .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن باکو ته په سفر کې د اذربایجان جمهوریت له ولسمشر الهام علی اف ، خپل همڅنګ او نورو چارواکو سره کتنه وکړه .

امیرعبداللهیان د دغه سفر په ترڅ کې جوته کړه د تهران او باکو اړیکی له خینو ناوړه تفاهمونو سره سره چی په وروستیو میاشتو کې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې رامینځته شوی ، پایداره او مخ په وړاندې دي .

که څه هم د ایران اواذربایجان جمهوریت اړیکی ځینې وختونه د بهرنیو رسندویو او سیاسی القایاتواو فضاجوړونو تر اغیزلاندې راغلي دي ، خو د دواړو هیوادونو لخوا په درایت سره ډیپلوماسۍ اجازه نده ورکړی چی دغه اړیکی د اوږدو تاوتریخوالیو سبب شي . تهران او باکو په څلورو مهمو دلیلونو له یوه بل سره اړیکو ته ځانګړی کتنه لری .

لومړې دلیل په ډیرو پیاووړیو دینی ، ژبنی او قومی ګډولو سره د دوو مسلمانو هیوادونو ګاونډیتوب دې .

دوهم د اړیکو د پراختیا او پرمختګ لپاره د دواړو هیوادونوپه اړیکو کې موجود ظرفیتونه او ګډو طرحو بشپړول دی .

دریم دلیل د سیمه ایزو تاوتریخوالیو د کمولو لپاره د ایران ډیپلوماسي ده . د قفقاز حوزه د ارمنستان او اذربایجان جمهوریت ترمینځ د مځکی د شخړو او زاړو اختلافاتو په وجه کړکیچ او تاوتریخوالی ته چمتو ده .

د ایران اصولی دریځ د ګاونډیو هیوادونو له مځکنی بشپړتیا ملاتړ او درسمي جغرافیایی پولو له بدلیدا سره مخالفت دې . د دغه اصولی دریځ په اساس ایران په پریکنده د اذربایجان جمهوریت له مځکنی بشپړتیا ساتلو دفاع اود دغه هیواد له ویشلو سره مخالفت کړی دې .

په اذربایجان جمهوریت کې د ایران پخوانی سفیر محسن پاک ایین وایی حقیقت دا دې چی صیهونیسټان هڅه کوي د قره باغ د جنګ له بدلونونو او د باکو او ایروان ترمینځ د تاوتریخوالی له زیاتیدا او دوام د خپلو ګټو په لړ کې استفاده وکړی . د دې په ترڅ کې چی تل ابیب په لټه کې دې چی د اسلامی ایران او اذربایجان جمهوریت په اړیکو کې ګډوډې رامینځته کړی .

له ټراتزیټی ظرفیتونو استفاده هم باید د څواړخیزه اړیکو په پراختیا کې د اهمیت وړ څلورم دلیل وبلل شی .

په عشق اباد کې د اکو په وروستۍ سرمشریزه کې  له اذربایجان او ترکمنستان سره د ګازی ټرانزیټ  تړون لاسلیکیدا په همدې لړ کې تحقق پیدا کړ . د دغه تړون په اساس ترکمسنتان به په ورځنیزه توګه په اذربایجان جمهوریت له پینځو تر شپږ میلیون مکعب میټرګاز خرڅ کړي چی دغه ګاز به د ایران له لارې اذربایجان جمهوریت ته ټرانزیټ شي . ایران به هم د هیواد په پینځو صوبو کې خپل اړتیاوړ مصرفی ګاز، د انتقالولو د حق په توګه له دغه ګازه ترلاسه کړي .

دغه کړچارونه ښی چی که څه هم ممکنه ده په ځینو موضوګانو کې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د لیدتوګو توپیر موجود وي خو دواړه لوري له دغو خنډونو د تیریدا لپاره جدی اراده لری او تهران او باکو د هراړخیزه اړیکو د پراختیا او ناوړه تفاهمونو د لیری کولو لپاره خپلو مثبتو سلاومشورو او تماسونو ته دوام ورکوی . باکو ته د ایران د خارجه وزیر سفر له دې نظره  د اړیکو د پراختیا په لړ کې یو تازه ګام وبلل شی .