د ایران خارجه وزیر د اذربایجان جمهوریت له ولسمشرسره وکتل
د ایران خارجه وزیر همداراز په دغه سفر کې له خپل همڅنګ او د اذربایجان د پارلیمان له مشر سره هم کتنه او خبرې اترې کړی دي .
د ایرناله راپور سره سم حسین امیر عبداللهیان باکو ته په سفر کې د دغه هیوادله ولسمشر الهام علی اف سره کتنه اوخبرې اترې وکړې ،هغه کتنه چی پکې الهام علی اف د ډیپلوماټیکو پلاویو تبادلې مهمې وبللې .
د اذربایجان جمهوریت ولسمشر په ټولو سیاسی ، اقتصادی ، تجارتی او کلتوری حوزو کې د اړیکو د پراختیا لپاره د زیاتو ګامونو د پورته کولو په ضرورت په ټینګار سره وویل د ایران او اذربایجان د دوه اړخیزه ملګرتیا ایجنډا پراخه ده او ډاډمن یم چی دغه ملګرتیا به ښې نتیجې ولري .
حسین امیر عبداللهیان هم په دغه کتنه کې په ترکمنستان کې د ایران او اذربایجان د ولسمشرانو کتنې او پکې شویو مزاکراتو ته په اشارې سره ، دغه کتنه د بدلانه پیچومې او د دو وروڼو او دوستانو هیوادونو په اړیکو کې جدی خوځښت وباله .
د ایران خارجه وزیر همداراز په دغه سفر کې له خپل همڅنګ او د اذربایجان د پارلیمان له مشر سره هم کتنه او خبرې اترې کړی دي .