کرونا منحوس ویروس نور ۵۱ایرانیان هم قرباني کړل
(last modified Thu, 23 Dec 2021 12:02:46 GMT )
Dec 23, 2021 16:32 Asia/Kabul
  • کرونا منحوس ویروس نور ۵۱ایرانیان هم قرباني کړل

تر دې دمه په ایران کې د کرونائي ککړو کسانو شمیر هم  شپږ میلیون او یولک نهه اویا زره  اته سوه شلو تنو نه زیات شوی چې له دوي  تر دې دمه په درملنې پسې  شپږ میلیون  نولس زره  درې سوه درې څلویښت ککړ کسان هم ښه  او له روغتونونو  رخصت شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د روغتیائي چارو وزارت  نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ،په تیر شواروز کې په درست ایران کې د نورو یو پنځوس کرونائي  ناروغانو په مړینې سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر  یو لک یو دیرش  دوه سوه دوه شپیته تنو ته زیات شوی دی .

 په  اعلامیې کې وئيل شوي ،په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې  هم داراز په کرونا ویروس نور  یو زر نهه  سوه دیرش ککړ کسان هم پيژندل شوي  چې  له دوي سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي ککړو کسانو شمیر هم  شپږ میلیون او یولک نهه اویا زره  اته سوه شلو تنو نه زیات شوی چې له دوي  تر دې دمه په درملنې پسې  شپږ میلیون  نولس زره  درې سوه درې څلویښت ککړ کسان هم ښه  او له روغتونونو  رخصت شوي دي .