د ایران اوعراق اړیکي په ټولو زمینوکې فعالې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110096-د_ایران_اوعراق_اړیکي_په_ټولو_زمینوکې_فعالې_دي
د اسلامي ایران خارجه وزیر همداراز بغداد ته د ایران د لارو او ښارجوړونې وزیر راتلونکی اونۍ سفر ته اشاره وکړه اوویې ویل ایران هوډمن دې له شلمچې ، بصرې ته د ریل پټلۍ په چټک وخت کې عملیاتي شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 24, 2021 02:12 Asia/Kabul
  • د ایران اوعراق اړیکي په ټولو زمینوکې فعالې دي

د اسلامي ایران خارجه وزیر همداراز بغداد ته د ایران د لارو او ښارجوړونې وزیر راتلونکی اونۍ سفر ته اشاره وکړه اوویې ویل ایران هوډمن دې له شلمچې ، بصرې ته د ریل پټلۍ په چټک وخت کې عملیاتي شی .

د ایرنا له راپور سره سم د ایراتن خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان په تهران کې له خپل عراقی همڅنګ فواد حسین سره خپلې کتنې ته په اشارې سره ویلی دی د ایران او عراق اړیکي په ټولو زمینو کې فعالې او تاندې دي .

ده همداراز د دې خبرې په کولو سره چی د تهران او بغداد اړیکی په حقیقی معنا په ټولو سویو کې ستراټیجیکې دي زیاته کړه د ټوریزم  یا زیاتی بڼه د دواړو هیوادونود ښاریزو تګ راتګ په کال کې څلور میلیون کسان دي او دا د ایران او عراق په اړیکو کې زبردست شمیر دې .

د اسلامي ایران خارجه وزیر همداراز بغداد ته د ایران د لارو او ښارجوړونې وزیر راتلونکی اونۍ سفر ته اشاره وکړه اوویې ویل ایران هوډمن دې له شلمچې ، بصرې ته د ریل پټلۍ په چټک وخت کې عملیاتي شی .

امیرعبداللهیان په دوام کې د دې خبرې په کولو سره چی د عراق د لومړی وزیر او خارجه وزیر په هلوځلو سره د ایران او عربستان د خبرو اترو راتلونکې پړاو به په بغداد کې ترسره شی ، طبیعی حالت ته د ایران او عربستان د اړیکو د ستنولو او ناوړه تفاهماتو له لیری کولو سره دمرستې لپاره د عراق حکومت د هلوځلو قدرونه وکړه .

فواد حسین د شورو په ورځ د یوه پلاوی په مشرۍ د اسلامی ایران له چارواکو سره د کتنې لپاره تهران ته راغلی دی .