په ایران کې عیسوي بندیانو ته ۱۰ ورځنی چوټي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110202-په_ایران_کې_عیسوي_بندیانو_ته_۱۰_ورځنی_چوټي
د کریسمس د اختر د رارسېدو په مناسبت د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایي قوې مشر ټولو محکمو او څارنوالیو ته د عیسوي بندیانو د ۱۰ ورځنۍ چوټي د ورکولو امر صادر کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2021 12:25 Asia/Kabul
  • په ایران کې عیسوي بندیانو ته ۱۰ ورځنی چوټي

د کریسمس د اختر د رارسېدو په مناسبت د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایي قوې مشر ټولو محکمو او څارنوالیو ته د عیسوي بندیانو د ۱۰ ورځنۍ چوټي د ورکولو امر صادر کړ.

د ایران پرس له راپور سره سم، د ایران د قضایي قوې مشر غلامحسین اژه ای د ټول هیواد څارنوالانو ته په خطاب کې وویل: د ۲۰۲۲ میلادي کال او د حضرت عیسی (ع) د زوکړې د کلیزي د رارسېدو په مناسبت او د کورنیو تر څنګ د بندیانو د پاتې کېدو رغنده اثراتو ته په کتو سره او د زندانونو د قانون له ۱۹۷ مادې له مخې باید ټول عیسوي بندیانو ته ۱۰ ورځنی رخصتي ورکول شي.

په جاسوسۍ او د ملی امنیت په ضد په جرمونو د محکوم شوي بندیانو به غیر، په اقتصادي، جرمي او اعدام باندې تورن ټول عیسوي بندیان به د ۱۰ ورځو لپاره رخصتي تر لاسه کړي.

د دې حکم د پلي کولو چارې د اسلامي ایران څارنوالانو ته ورسپارل شوي دي.

حجت الاسلام محسني اژه ای د حضرت عیسي (ع) زوکړې کلیزه او د ۲۰۲۲ میلادي کال د رارسېدو ته د نړۍ ټولو عیسویانو ته مبارکي ورکړ.