امیر عبداللهیان:
ایران باید په بشپړه توګه د برجام له اقتصادی ګټو برخمن شي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر تاکېد وکړ چي د ایران تېل باید په اسانه او له کوم خنډ پرته خرڅ شي او ایران د برجام له اقتصادي ګټو څخه په بشپړه توګه ګټه پورته کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیرعبداللهیان» د ایران د بهرنیو اړیکو د تاریخ د پنځم کنفرانس په څنډو کې د ویانا په مذاکراتو کې د مقابل لوري د ژمنو له عملي کېدو څخه د ډاډمنېدا په ضرورت باندې په تاکېد سره، وویل: د تر سره شویو خبرو اترو له مخې د مذاکراتو نوی پړاو د یو نوی سند په چورلیز به تر سره شي او د مقابل لوري راستي ازموینه او تضمین په روانو مذاکراتو کې د ایران لپاره ډېر اهمیت لري.
هغه زیاته کړه: تر ټولو مهمه مساله دا ده چي د ایران تېل په اسانۍ سره او له کوم خنډ پرته خرڅ شي او پیسې یې د خارجي اسعارو په بڼه د ایران د مرکزي بانک اکاونټ ته واچول شي