د هیڅ هیواد له دښمنۍ نه ویریږو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110302-د_هیڅ_هیواد_له_دښمنۍ_نه_ویریږو
په لندن کښې د ایران سفیر د انګلستان د وزیر د بې بنیاده ادعاؤ په غبرګون کښې وویل: د هیڅ کوم هیواد له دښمنۍ نه ویریږو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2021 04:21 Asia/Kabul
  • د هیڅ هیواد له دښمنۍ نه ویریږو

په لندن کښې د ایران سفیر د انګلستان د وزیر د بې بنیاده ادعاؤ په غبرګون کښې وویل: د هیڅ کوم هیواد له دښمنۍ نه ویریږو

محسن بهاروند د انګلستان د حکومت د وزیر ډیمیڼ هینډز د هغو بې بنیاده څرګندونو په غبرګون کښې چې ایران یې له دښمنو هیوادونو بللی و، په خپل انسټاګرام ولیکل: مونږ له هیڅ هغه هیواد سره د دښمنۍ هرکلی نه کوو چې ورسره سفارتي اړیکې لرو.

هغه زیاته کړه چې متقابل احترام او متقابلې ګټې د ایران د بهرني سیاست له اصولو څخه دي.

لندن کښې د ایران سفیر څرګنده کړه: مونږ د خپل هیواد د ملي ګټو او امنیت پّ ساتلو باندې ټینګار لرو او په خپلو اصولو باندې به کلک اودریږو. د متقابل عمل اصل هم د سفارتي اړیکو د عرف په اصولو کښې شامل دی چې ورته پام کوو.