د ایران سرې میاشتې د افغانستان کډوالو ته مرستې ورکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110324-د_ایران_سرې_میاشتې_د_افغانستان_کډوالو_ته_مرستې_ورکړې
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر وحید سلیمي د هیواد په ختیځو ولایتونو کښې د افغانستان په پناه غواړو باندې د پینځه زره او شپږ سوه څلویښتو (۵۶۴۰) معیشتي پکیټونو د ویشلو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 29, 2021 13:04 Asia/Kabul
  • د ایران سرې میاشتې د افغانستان کډوالو ته مرستې ورکړې

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر وحید سلیمي د هیواد په ختیځو ولایتونو کښې د افغانستان په پناه غواړو باندې د پینځه زره او شپږ سوه څلویښتو (۵۶۴۰) معیشتي پکیټونو د ویشلو خبر ورکړ .

هغه وویل د ایران په ختیځو سرحدونو کښې د افغانستان د پناه غواړو په زیاتیدا سره په دغو کډوالو باندې د یوې (۱) میاشتې لپاره پینځه زره او شپږسوه څلویښت (۵۶۴۰) پکیټونه مرستې وویشل شوې .

د ایران د سرې میاشتې د ټولنې مشر وحید سليمي وویل دغه معیشتي مرستې هغو پناه غواړو ته ورکول کیږي چې په ایران کښې د هستوګنې درې (۳) میاشتني کارتونه یې ترلاسه کړي دي او یا د ایران د خارجي مهاجرینو او کډوالو د ادارې په کیمپونو  کښې په موقته توګه هستوګن دي .

هغه وویل څرنګه چې د ایران  سره میاشته په ایران کښې د افغانستان موجودو ښاریزو ته د کورونا واکسین د وهلو مسوله ده  که چیرې دغو پناه غواړو د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو په وخت د کورونا ضد واکسینونه نه وي وهلي سمدستي به د ایران د سرې میاشتې د مرستندویه لخوا ورته واکسینونه ووهل شي .