شهید سلیماني د بصیرت او ولایت ته د پاې بندۍ بیلګه دی
زمونږ خبریال راپور ورکړ د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل شهیدقاسم سلیماني د دین د سرحدونو ، د دین او د مقاومت د حریم په دفاع کولو کښې د بصیرت او د ولایت تړون ته د پاې بندۍ بیلګه ده .
ابراهیم رئیسي نن په تهران کښې د علامه مصباح یزدي د درنښت په نړیوالې غونډې کښې په وینا کښې وویل حاج قاسم سلیماني په میدان کښې د یوه (۱)سړي په توګه خپله عملي ژمنتیا وښودله او د دین د سرحدونو ، د دین د حریم او د مقاومت او د دریدا په دفاع کښې د بصیرت د یوې (۱) بیلګې په توګه د ولایت تړون ته یوه (۱) پاې بنده بیلګه ده .
د ایران ولسمشر دغه راز د علامه مصباح یزدي د شخصیت په قدرونې سره وویل ایت الله مصباح یزدي هم د خداي پیژندنې او انسان پیژندې حوزې او هم د ایډیالوژۍ ، عقیدې او د عقایدو د پیژندنې په حوزې کښې او هم د تاوانونو د پیژندلو په حوزه کښې نظر او نظریه لرونکی کس و او ډیر د استفادې وړ کتابونه یې لرل .