صهیونزم د نړۍ په راتلونکي کې هیڅ ځاي نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110594-صهیونزم_د_نړۍ_په_راتلونکي_کې_هیڅ_ځاي_نه_لري
امیر عبداللهیان زیاته کړې ده ،په عقلانیّت او اقتدار سره صهیونزم دنړۍ په راتلوکي کې ځاي نه لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2022 12:36 Asia/Kabul
  • صهیونزم د نړۍ په راتلونکي کې هیڅ ځاي نه لري

امیر عبداللهیان زیاته کړې ده ،په عقلانیّت او اقتدار سره صهیونزم دنړۍ په راتلوکي کې ځاي نه لري .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د صهیونیسټي رژيم دخارجه وزیر  ګډووډو څرګندونو په ځواب کې  په دې خبرې په ټينګار سره چې  اسلامی ایران د ملت له حقوقو او ګټو دفاع کوي ، پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  ولیکل ، صهیونزم  نور دنړۍ په راتلونکي کې هیڅ ځاي نه لري .

امیر عبداللهیان زیاته کړې ده ،په عقلانیّت او اقتدار سره صهیونزم  دنړۍ په راتلوکي کې  ځاي نه لري .

دا خبره که څه هم لنډه خو له معنا ډکه ده .

 د اسراییلو سرغنې څو کاله کیږی چی ځانونه یې په تشو خبرو بوخت ساتلي دي .د صهیونیسټ رژيم  خارجه چارو وزیر  په همداوروستیو کې مدعي شوي چې  دغه رژيم  د امریکا دحکومت له خبرولو پرته پر ایران حمله کولی شي  او  دخپل امنیت ددفاع لپاره ، له چا د اجازت اخستو ته  اړتیا نه لري .هغه ادعا وکړه که څه هم د ایران د ایټمی پروګرام پرضد نړیوال اقدام ته ترجیح ورکوو خو که ړضعیت بیړنې شو نو خپل وخت به ضایع نکړو .

هغه پوښتنه چی په لومړنۍ کتنه کې په دغوچټي خبرو په ذهن کې تداعی کیږی دا ده چی اسراییل په کوم هدف پسې دې ؟

د اسراییلو په ادعاجوړونې کې ظاهرا دوې موضوګانې له نورو موضوګانو زیاتې تکراریږي .

لومړۍ موضوع برجام ته د امریکا له ستنیدا د صیهونیسټانو اندیښنه ده چی د بایکاټونو د لغوه کولو لپاره د ویانا د مزاکراتو له سره پیلیدا سره څرګنده شوه . خو دا اندیښنه په بلې مسلې کې جرړه لری . په بله وینا باید ووایو چی اسراییل د خپلې سیاسی بقا لپاره  د واشنګټن ملاتړ او په سیمه کې د امریکا د کړکیچ جوړونې سیاست ته سخته اړتیا لری . د ایران پرضد د چټی خبرو زیاتیدا د همدغې اړتیا انعکاس دې .

د صیهونیست رژیم چارواکو د ویانا د خبرو په له سره پیلیدا سره په ځلونو ایران ګواښلې او ادعا کړی ده چی د ایران په ایټمی سایټونو د حملې توان لری .

په عین حال کې د صیهونیسټ رژیم پخوانی لومړی وزیر ایهود اولمرت په ډآګه کړه دغه رژیم به په ایران حمله ونکړی او هغه ټولې مانورې او چمتووالي هم چی په ایران د حملې په هدف ترسره کوي ، هدف یې یوازې د امریکا حکومت ویرول دی او په ایران د حملې هدف نلری .

د اسراییلی سرغنو د چټی خبرو دوهم چورلیز د ایران د ایټمی پروګرام پرضد دروغ ویل او په سیمه کې له ایرانه د ګواښ جوړول دي .

د اسراییلی سرغنو د ادعاګانو او چټی خبرو ماهیت دا نتیجه ترلاسه کوی چی هرې دوې موضوګانې په سیمه کې د صیهونیسټ رژیم له ناروا هدفونو سره نږدې او ستراتیجیک ارتباط لری .خو دغه تاوتریخوالی جوړونه  په لازمی توګه د امریکا او اروپا په ګټه نده .

د امریکا د سی ای اې پخوانی غړی او د پوهنتون استاد پول پیلر په ایران د حملې په اړه د اسراییلو دومداره چټی خبرې د امریکا ګټې په خطرې کې اچوی ، تر عنوان لاندې د یوه یادښت په خپرولو سره د ایران په وړاندې د اسراییلو له سیاست د امریکا د پیروۍ د پاییلو په نسبت د اسراییلی او ایرانی چارواکو د کړچار په جاجولو او پرتله کولو سره خبردارې ورکړې دې .

هغه هدف چی اسراییل یې له ایران سره مقابلې ته له من وهلو له لارې تعقیبوي ، په سیمه کې له بی ثباتیو او ایټمی ګواښ کې د اسراییلو له رول د ذهنونو لیری کول دي . اسراییل ترجیح ورکوی چی د حساسومساییلوپه تیره بیا د اسراییلو د نادودو ایټمی فعالیتونو ، نیواک او د فلسطینی ټاټوبیو د نیولو په ارتباط خبرې ونشي .

البته زاړه عادتونه په سختې سره له مینځه ځی  او په هغو کې ځینې عادتونه ویجاړونکي دي . د صیهونیسټ رژیم د چارواکوبرخلیک له دې اصل مستثنی ندې . هماغه ډول چی د ایران خارجه وزیر په ټویټر کې ولیکل صیهونیزم د نړۍ په راتلونکی کې ځای نلری .