ایران:
د سردار سلیماني د ټرور پایلې د امریکې له کنټروله وتلې دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي د رسمي سفر پر مهال د امریکې له لوري د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدران د قدس د ځواکونو لوی قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ټرور د دولتي ټروریسم وتلې بېلګه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله ټوییټري پاڼه کې ولیکل: د سردار قاسم سلیمانی ټرور یوازې د دولتي ټروریزم وتلې بېلګه او د نړیوالو اصولو نقضونې نه وه، بلکې د دې ښودنه کوي چي امریکا هر ډول جنایت تر سره کولایشي خو د دې جنایت پایلې به د امریکې له کنټروله وتلې وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چي د دغه عقلانیت نشتوالې د امریکې د ځورېدو تر ټولو اساسي لامل بلل کیږي.
ډګر جنرال قاسم سلیماني د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان و چي د عراقي چارواکو تر بلنې وروسته بغداد ته د رسمي سفر پر مهال د عراق هوایي میدان ته څېرمه د حشد الشعبي ځواکونو د مرستیال قومندان «ابومهدی المهندس» سره یو ځای د امریکې د بې پیلوتو الوتکو له لوري په نښه شو او په شهادت ورسېدل.