د سردار سلیمانی قاتلین به په امن کې نه وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110614-د_سردار_سلیمانی_قاتلین_به_په_امن_کې_نه_وي
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان وویل: د سردار شهید سلیماني قاتلین فکر کاوه چي د هغه په ټرورولو سره، بریالي شوي لیکن نه پوهیږي چي هغوی به هیڅکله په امن او امان کې نه وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2022 08:26 Asia/Kabul
  • د سردار سلیمانی قاتلین به په امن کې نه وي

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان وویل: د سردار شهید سلیماني قاتلین فکر کاوه چي د هغه په ټرورولو سره، بریالي شوي لیکن نه پوهیږي چي هغوی به هیڅکله په امن او امان کې نه وي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان جنرال اسماعیل قاآني، وویل: جنایتکاره ټرامپ او د هغه ښکاره او پټ ملګري لکه پمپئو موږ ته پېژندل شوي دي، هغوی د نړۍ د ټولو ازاده غواړو تر نظر او څار لاندې دي او په امن کې نه دي.

قاآني امریکایانو ته په خطاب کې وویل: ستاسو خروج زموږ د پلان یوه برخه وه، اوس له خروج نه زیات تاسو زیانمن شوي یاست، یعني شړل شوي یاست، د عراق شریف ولس ستاسو د پاتي ځواکونو د پاته کېدو زغم نه شي کولای.

هغه تاکېد وکړ: موږ په خپلي طریقې سره غچ اخلو نه د جنایتکارانو په طریقې سره.