ایران په قزاقستان کښې د ارامښت د ټینیګدا هیله وکړه
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده هیله وکړه چې زر تر زره قزاقستان ته ارامښت ورستون شي .
هغه نن د قزاقستان جمهوریت وروستیو بدلونونو ته په غبرګون کښې وویل د د دوست ، د ورور او د ګاونډي هیواد قزاقستان پوه خلک او حکومت کولای شي له خارجي لاسوهنې پرته او د خپلو ملي ګټو پراساس د خبرواترو له لارې او په سوله ییز ډول خپل مشکلات او اختلافات حل کړي .
سعید خطیب زاده په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د قزاقستان ثبات او امنیت د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره اهمیت لري وویل د خارجي عواملو د ناوړه استفاده زمینه باید برابره نشي .
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې خبرې سره چې تهران په قزاقستان کښې روان بدلونونه په دقت سره څاري هیله وکړه زر تر زره دغه هیواد ته ارامښت ورستون شي .
په قزاقستان کښې د اعتراضونو د پیلیدا په دریمه (۳) ورځ په سلګونو اعتراض کونکي او پولیس ځواکونه د دغه هیواد د ترټولو ستر ښار «الماتې» اصلي میدان ته ورغلي دي او له یوبل سره ښکیل شوي دي .
عیني کتونکو وویل د قزاقستان د ترټولو ستر ښار الماتي اصلي میدان کښې نن سهار اعتراض کونکو ته د امنیتي ځواکونو په نږدې کیدا سره د ډزو غږونه اوریدل شوي دي .
په قزاقستان کښې د سونګو د بیو له لوړیدا وروسته د ولسي اعتراضونو په پیلیدا سره په شخړو کښې پرون او بل پرون اته (۸)پولیس او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي خو د مظاهره چیانو د وژل کیدا په هکله دقیق راپور نشته .
ویل کیږي چې په سلګونو پولیس او امنیتي ځواکونه ژوبل شوي هم دي .