په ویانا کښې د مذاکراتو کُلّي فضا مثبته ده
د ایران خارجه وزیر وايي، که لوري په ایټمي موافقه کښې خپلو بشپړو ژمنو ته راستانه شي نو ایران به هم خپل جبیره ناک اقدامات اودروي
د ایران خارجه وزیر بیګا د ناروی د بهرنیو چارو له وزیرې سره په ټیلیفوني خبرو کښې په ویانا کښې د ایټمي خبرواترو کلي فضا مثبته وبلله او ویې ویل: که لوري په ایټمي موافقه کښې خپلو بشپړو ژمنو ته راستانه شي نو ایران به هم خپل جبیره ناک اقدامات اودروي
امیر عبداللهیان له میرمن آنیکن هویټفِلد" Anniken Huitfeldt سره د ټیلیفون پرمټ خپلو خبرو کښې، د ناروی ولس او حکومت ته د نوي میلادي کال په مبارکۍ سره زیاته کړه: لویدیځو لورو ته پکار دي چې نه یوازې په خبرو کښې بلکې په عمل کښې هم خپل ښه نیټه څرګند کړي او د نظر وړ عملي اقدام، د بندیزونو ختمول او ایټمي موافقې ته ستنیدل دي.
د ایران خارجه وزیر په دغو ټیلیفوني خبرو کښې هم داشان په افغانستان او یمن کښې کړکیچنو حالاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل: د ژمي د ساړه په وجه هره ورځ ۵ زره افغانستاني ماشومان، ښځې او سړي له سرحدونو څخه ایران ته راځي داشان چې په تیرو څلورو میاشتو کښې کابو اته لاکه نوي افغان کډوال ایران ته راغلي دي.
امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې تهران کوشش کوي دغو کډوالو ته په افغانستان کښې دننه خدمات ورکړي، زیاته کړه: که د ناروی حکومت له دغو کډوالو سره د انساندوستانه مرستو کوم پروګرام لري نو ایران تیار دی چې دغه مرستې یې د ځمکې او هوا له لارې د افغانستان خلکو ته ورسوي.
هغه یوځل بیا په افغانستان کښې د ټولو قومونو په ګډون سره د یو ټول شموله حکومت په جوړیدو ټینګار وکړ او د افغانستان او یمن په هکله د ایران او ناروی ترمینځ د صلاح مشورو دوام ته یې د خپل هیواد چمتو والی اعلان کړ.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د ناروی د بهرنیو چارو وزیرې هم له افغانستاني کډوالو سره د مرستې لپاره د ایران د مسئولانه هلوځلو په قدرونې سره وویل: نړیواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو سره د ایران د انساني مرستو قدردانه ووسي.
هغې په دې خبرې سره چې ناروی به په جون میاشتې کښې په اوسلو کښې د یمن او افغانستان د کړکیچ په هکله یوه غونډه ترسره کړي، ایران ته په هغې کښې د ګډون بلنه ورکړه.
د ناروی خارجه وزیرې د ویانا مذاکراتو ته په اشاره سره هم څرګنده کړه چې اوسلو دغه خبرې اترې له نزدې څخه څاري او د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره د ایران په رغنده ملګرتیا هم خبر دی. هغه هیله وښودله چې دغه ایټمي مذاکرات د دواړو لورو ترمینځ په یوې ښې موافقې تمام شي.