د ویاناد مزاکراتو مثبت بهیرد لویدیځوالود جدیت په تمه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110706-د_ویاناد_مزاکراتو_مثبت_بهیرد_لویدیځوالود_جدیت_په_تمه
باقری د ویانا د مزاکراتو له بهیر په خپله وروستۍ جاجونه کې ویلی هغه خبرې اترې چی په ویاناکې د بایکاټونو د لیری کولو په چورلیز روانې دي ، مثبت او پرمخ روانې دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2022 12:37 Asia/Kabul
  • د ویاناد مزاکراتو مثبت بهیرد لویدیځوالود جدیت په تمه

باقری د ویانا د مزاکراتو له بهیر په خپله وروستۍ جاجونه کې ویلی هغه خبرې اترې چی په ویاناکې د بایکاټونو د لیری کولو په چورلیز روانې دي ، مثبت او پرمخ روانې دي .

د  ایران د بایکاټونو د لغوه کولو په اړه  د ایران او ۴+۱ ډلې د غړیو ترمینځ خبرې اترې په داسې حال کې دوام لری چی مختلفو موضوګانو سره اړونده حساسې غونډې په یووخت ترسره کیږی .

د ایران د خبرو اترو کونکی لوړرتبه غړی علی باقری د زیارت په ورځ د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د مرستیال مسول انریکه مورا او همداراز د دریو اروپایی هیوادونو استازیو کتنه او خبرې اترې وکړې .

باقری د ویانا د مزاکراتو له بهیر په خپله وروستۍ جاجونه کې ویلی هغه خبرې اترې چی په ویاناکې د بایکاټونو د لیری کولو په چورلیز روانې دي ، مثبت او پرمخ روانې دي .

د چین لوړرتبه خبرواتروکونکی وانګ کوان او دروسیې لوړرتبه خبرو اترو کونکی میخاییل اولیانوف هم په خپلو تازه جاجونو کې ویل دی خبرې اترې مخ په وړاندې روانې دي .

په عین حال کې امریکا تراوسه د مزاکراتو نتیجې ته د رسولو لپاره لازمه اوجدی اراده نده ښودلی ، د لویدیځوالو ځینې دریځونه اوډیر غوښتنې هم په ویانا کې موافقې ته د رسیدا خنډ حسابیږي . په همدې دلیل د ایران خارجه وزیر امیرعبداللهیان ویلی دی اوسدا لویدیځ لورې دې چی باید وښی ایا د ښې موافقې لپاره روغ نیت او جدی اراده لری .

د قدس نیواکګر رژیم چی د ایران د بایکاټونو د لغوه کیدا مخالف دې ، د مزاکراتو له پیل هڅه کړی ده له بیلا بیلو اوزارونو په استفادې سره د خبرو اترو په بهیر منفی اغیز وشیندی . په همدې لړ کې صیهونیسټ رژیم پر امریکایی چارواکو سربیره په اروپایانو هم دباونه زیات کړي دي . د دریو اروپایی هیوادونو دوبیانیو هم له صیهونیسټ رژیم سره په یو لړ کې د ویانا د خبرواترو خرابول تعقیبول . په لومړې بیانیه کې دریو اروپایی هیوادونو ادعا کړی وه چی ایران د برجام د احیا په خبرو اترو کې د پرمختګ خنډ دې . دغو دریو اروپایی هیوادونو بیا په بله بیانیه کې د مزاکراتو لپاره الټی میټم وټاکه او له دې وروسته یې د ایران دریځونه د مزاکراتو د بهیر د سستیدا سبب وبلل .

څرګنده ده له صیهونیسټ رژیم سره د برجام د لودیځو لورو هر ډول ملګرتیابه د خبرواترو په اوسنی بهیر چی د خبرواتروکونکیوپلاویوپه وینامثبت بهیر وهی ، ویجاړونکی اغیزې وشیندي او د لویدیځو لورو جدیت به تر پوښتنې لاندې راولي .

اسلامی ایران د ویانا په مزاکراتو کې د داسې ضمانتونو غوښتونکې دې چی د نویو بایکاټونو د اعمالولوخنډ او له لیری کیدا رووسته د بایکاټ د ستنیدا مخه ونیسی ، په حقیقت کې دې ځل باید د امریکا دولت پریکنده ضمانتونه ورکړي چی که اوسنی یا راتلونکیو حکومتونو له موافقې د وتلو خبره وکړه او یا یې خپله موافقه اجرا نکړه نو ایران لپاره دا امکان وجود ولرلې شی تر څو له هغو سره د مقابلې او د خپلو ګټو د ساتلو لپاره اقدامات ترسره کړي . په دې اساس د ایران له نظره د موافقې ترلاسه کول له هرڅه زیات د بایکاټونو د لیری کولو د ریښتیا معلومولو او اغیزمن لغوه کولو لپاره د امریکا په سیاسی ارادې او جدیت پورې اړه لری .