ایران افغانستان ته ۱۱۰ میګاواټه بریښنا ورکوي
Jan 08, 2022 08:41 Asia/Kabul
په نړیوالو چارو کښې د ایران د انرجۍ د وزیر صلاحکار افغانستان ته د ۱۱۰ میکاواټه بریښنا د صادرولو خبر ورکړ
«محمدعلی فرحناکیان» نن ایرنا خبري آژانس ته په مرکه کښې افغانستان ته د ایران د بریښنا د انتقال اندازه ۱۷۵ میګاواټه وبلله او ویې ویل: نن سبا ۱۱۰ میګاواټه بریښنا دغه هیواد ته صادریږي.
هغه زیاته کړه چې دم ګړۍ د ایران د بریښنا شبکه د افغانستان له هرات ښار سره وصل ده او د درې-څلورو لاینونو له لارې بریښنا منتقلوي.
په نړیوالو چارو کښې د ایران د انرجۍ د وزیر صلاحکار هم داشان وویل: د طالبانو د حکومت وړومبني وزیر چې ایران ته یې سفر وکړ، د اوبو او بریښنا وزیر عبداللطیف منصور و چې د ملګرتیاؤ د دوام موضوع یې مطرح کړه.
ټیګونه