د ویانا په خبرو کې اختلافی موردونه په کمیدا دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110746-د_ویانا_په_خبرو_کې_اختلافی_موردونه_په_کمیدا_دي
د یوه مسئولیّت منونکي هیواد په توګه د ایران اسلامی جمهوریت په کرتو وئيلي دي ، دې ته په پام سره چې امریکا هغه لوری ؤ چې دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې خلاف ورزي ئې کړې او دا واشنګټن دی چې  باید د بندیزونو په ختمولو سره دې بیرته نړیوالې موافقې ته وګرځي  اولازمه ده چې  د امریکا  دژمنتیاؤ اجرا هم په بشپړ ډول تائيد شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2022 01:25 Asia/Kabul
  • د ویانا په خبرو کې اختلافی موردونه په کمیدا دي

د یوه مسئولیّت منونکي هیواد په توګه د ایران اسلامی جمهوریت په کرتو وئيلي دي ، دې ته په پام سره چې امریکا هغه لوری ؤ چې دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې خلاف ورزي ئې کړې او دا واشنګټن دی چې  باید د بندیزونو په ختمولو سره دې بیرته نړیوالې موافقې ته وګرځي  اولازمه ده چې  د امریکا  دژمنتیاؤ اجرا هم په بشپړ ډول تائيد شي .

ایرنا خبری اژانس راپورورکړ ، دایران مرستیال خارجه وزیر او د ایران دمرکچي ټيم مسئول علی باقری کني بیګا د ۴+۱ډلې  له استازو سره د ډيرو ناستو په پاي کې  ووئيل ، د ایران په ضد دغیر قانوني او ظالمانه بندیزونو  دختمولو  په چورلیزتوب سره د ویانا په خبرواترو کې    اختلافي موردونه مخ په کمیدا دي  او په خبرواترو کې ګډون کونکي هیوادونو استزاي  هم ددغو خبرواترو  بهیر مثبت او ښه ارزوي .

 په ویانا کې د په دیره نړیوالو اورګانونو کې د روسیې دایمي استازي  میخائیل اولیانوف  په همداوروستیو کې وئيلي  دي ،نه یوازې روسیه ،بلکې  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  نورو لورو هم منلې ده چې په خبرواترو کې ډير پرمختګ شوی دی .

 د ایران په ضد د غیر قانوني اوظالمانه بندیزونو دختمولو په چورلیزتوب سره  دویانا دخبرواترو اتم پړاؤ  د تیر دسمبر له اوویشتمې نیټې  دایران داسلامی جمهوریت د مرکچي ټيم  دمسئول علی باقري کني او د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست د  کمیشن  دمسئول  دمرستیال آنریکه مورا په مشرۍ په ویانا کې  پیل شوی  دی .